Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 4:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 ښځې جواب ورکړو، ”زۀ پوهېږم چې مسح کړے شوے، يعنې مسيح راتلونکے دے. هر کله چې هغه راشى نو هغه به مونږ ته هر څۀ بيان کړى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 4:25
11 Iomraidhean Croise  

او يعقوب د يوسف پلار وو. يوسف د مريم خاوند وو چې عيسىٰ ترې پېدا شو څوک چې مسيح بللے کيږى.


کله چې خلق راغونډ شول نو پيلاطوس ورته ووئيل چې، ”ستاسو په خوښه زۀ څوک آزاد کړم، برابا يا عيسىٰ چې ورته مسيح وئيلے شى؟“


پيلاطوس ورته ووئيل چې، ”بيا د عيسىٰ سره څۀ وکړم څوک چې د مسيح په نوم ياديږى؟“ ټولو په يو آواز په چغو ووئيل چې، ”دے په سولۍ راځوړند کړئ.“


نن د داؤد په ښار کښې ستاسو خلاصونکے پېدا شوے دے چې هغه مسيح مالِک دے.


بيا نتنى‌ايل ووئيل، ”اُستاذه. تۀ د خُدائ پاک زوئ يې او تۀ د بنى اِسرائيلو بادشاه يې.“


”راشئ، يو داسې سړے ووينئ چې ما څۀ کړى وُو هغه ټول يې راته ووئيل. کېدے شى چې دا مسيح وى؟“


د هغه ښار ډېرو سامريانو په عيسىٰ ايمان راوړو د هغه ښځې د ګواهۍ په وجه چې، ”دۀ ما ته هغه هر څۀ ووئيل څۀ چې ما کله هم کړى وُو.“


او هغوئ هغه ښځې ته ووئيل چې، ”مونږ صرف ستا د وينا په وجه په دۀ ايمان نۀ دے راوړے، ځکه چې مونږ اوس په خپله د هغۀ واورېدل او مونږ ته پته ولګېده چې دے په حقيقت کښې د دُنيا خلاصونکے دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan