24 خُدائ پاک روح دے او هر څوک چې د هغۀ عبادت کوى نو هغه دې هم په روح او په رښتيا د هغۀ عبادت کوى.“
مالِک خُدائ هغه ټولو ته نزدې دے څوک چې ورته آواز کوى، هغوئ ټولو ته نزدې دے څوک چې په رښتيا ورته آواز کوى.
څوک هم چې د شُکر ګزارۍ قربانى کوى نو زما احترام کوى. څوک چې هم په صحيح لار روان وى، نو زۀ به ورته د خُدائ خلاصون څرګند کړم.“
پاکه خُدايه تا ته د عاجز او مات روحونو خوښه ده قربانى، تۀ غمژن او توبه ګار زړۀ سپک نۀ ګڼې.
کۀ زما په زړۀ کښې د ګناه دپاره ځائ وو، نو مالِک خُدائ به زما سوال اورېدلے نۀ وو.
زۀ هغه مقدس خُدائ تعالىٰ يم، چې د همېشه دپاره ژوندے يم. زۀ په اوچت او مقدس مقام کښې اوسېږم، خو زۀ د هغه خلقو سره هم اوسېږم چې څوک د روح عاجزان او توبه ګار وى، نو چې داسې زۀ د هغوئ خوشحالى او حوصله بحال کړم.
خو وخت راروان دے بلکې اوس دے چې رښتينى عبادت کوونکى به پلار ته په روح او په رښتيا سره عبادت وکړى او پلار هم دغه شان عبادت کوونکى غواړى.
دا خبره مونږ ته د فخر کولو ده چې زمونږ ضمير صفا دے. ځکه چې د خُدائ پاک په وړاندې مونږ د خلوص نه ډک او د سادګۍ ژوند تير کړو. او مونږ په خپل انسانى حکمت بهروسه نۀ ده کړې. بلکې د خُدائ پاک په فضل مو په دُنيا کښې او خاص تاسو سره داسې رويه وکړه.
اوس مالِک روح دے، او چرته چې د مالِک روح دے، هلته آزادى ده.
ځکه چې مونږ هغه رښتينى سنت شوى خلق يُو څوک چې د خُدائ پاک په روح کښې عبادت کوُو او په عيسىٰ مسيح فخر کوُو او په بدن مو بهروسه نشته.
اوس دې د ازلى بادشاه، يعنې د ابدى او ناليدلى واحد خُدائ پاک عزت او جلال تل تر تله وى. آمين.
خو مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”هغه ما نامنظوره کړے دے نو تۀ دې ته مۀ ګوره چې هغه څومره لوړ دے او مۀ يې ظاهر ته ګوره. ځکه چې مالِک خُدائ د انسان په شان چا ته نۀ ګورى. انسان ظاهر ته ګورى او مالِک خُدائ زړۀ ته ګورى.“