ما ته پته ده چې تۀ د هر چا زړۀ معلوموې او د خلقو په صداقت خوشحاليږى. په روغ نېت او خلوص سره ما دا هر څۀ تا له درکړى دى او ما ته پته لګېدلې ده چې کوم خلق دلته راغونډ شوى دى هغوئ تا له څومره په شوق او خوشحالۍ سره نذرانې راوړى.
نو هغوئ به تاسو د عبادتخانو نه شړى، او بېشکه داسې وخت راتلونکے دے څوک چې تاسو قتلوى هغوئ به دا ګُمان کوى چې په دې کار کولو سره هغوئ د خُدائ پاک خِدمت کوى.
ګورئ، وخت راروان دے، بلکې راغلے دے چې تاسو به خوارۀ وارۀ شئ او هر يو به خپلو کورونو ته لاړ شئ او تاسو به ما اېک يواځې پرېږدئ، خو بيا هم زۀ يواځې نۀ يم ځکه چې پلار ما سره دے.