20 زمونږ نيکونو په دې غرۀ عبادت کولو خو تاسو يهوديان وايئ چې په کوم ځائ کښې مونږ ته د خُدائ پاک عبادت کول په کار دى هغه په يروشلم کښې دے.“
مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”ما ستا دُعا اورېدلې ده، کومه چې تا زما په وړاندې کړې ده. کوم کور چې تا جوړ کړے دے هغه زۀ مقدس کوم او هغه به داسې ځائ وى چې همېشه به هلته زما عبادت کيږى. زما به په دې نظر وى او همېشه به زړۀ کښې اوسى.
هغۀ هلته د مالِک خُدائ دپاره يوه قربانګاه جوړه کړه او سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې يې ورباندې پېش کړې. هغۀ دُعا وکړه او مالِک خُدائ د هغۀ دُعا قبوله کړه او په قربانګاه باندې د نذرانو سوزولو دپاره مالِک خُدائ د آسمان نه اور راولېږلو.
نو داؤد وفرمائيل، ”دا هغه ځائ دے چرته به چې د مالِک خُدائ، د خُدائ پاک کور وى. دلته به هغه قربانګاه وى چرته چې بنى اِسرائيليان سوزېدونکې نذرانې پېش کوى.“
خو اوس ما يروشلم خوښ کړے دے چې دا به هغه ځائ وى چرته چې به زما عبادت کيږى او ما داؤد خوښ کړے دے چې زما په خلقو يعنې بنى اِسرائيلو باندې حکومت کوى.“
نو مالِک خُدائ هغۀ ته د شپې راڅرګند شو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”ما ستا دُعا اورېدلې ده او دا ځائ د يو داسې ځائ په توګه قبلوم چرته به چې ما ته نذرانې پېش کيږى.
ځکه چې دا ما خوښ کړے دے او دا مې د دې دپاره پاک ګرځولے دے چې دلته به د تل دپاره زما عبادت کيږى. زۀ به په دې باندې نظر ساتم او تل به يې حِفاظت کوم.
ځکه چې مالِک خُدائ صيون خوښ کړے دے، هغۀ د اوسېدو دپاره دغه ځائ خوښ کړے دے،
خو هغۀ د يهوداه قبيله غوره کړه، او د صيون غر چې زياته مينه يې ورسره وه.
مالِک خُدائ فرمائى، ”آسمان زما تخت دے او زمکه زما د پښو چوکۍ ده. نو بيا هغه کور چرته دے چې تاسو يې زما دپاره جوړَوئ؟ هغه ځائ کوم دے چرته به چې زۀ آرام کوم؟“
خو د کلى خلقو هغه قبول نۀ کړو ځکه چې هغۀ مخه د يروشلم په لور تړلې وه.
ولې تۀ زمونږ د نيکۀ يعقوب نه لوئ سړے يې څۀ، چا چې مونږ له دا کوهے راکړو او په خپله يې د زامنو او څاروو سره د دې نه اوبۀ وڅښلې؟“
کله چې مالِک خُدائ تاسو هغه مُلک ته راولى کوم چې تاسو قبضه کوئ، نو د برکت آواز به تاسو د ګِرزيم غر نه وکړئ او د لعنت آواز به د عيبال غر نه وکړئ.
”د اُردن سيند نه د اوړېدو نه پس به دغه قبيلې د ګِرزيم په غرۀ ودريږى، يعنې د شمعون، ليوى، يهوداه، يساکار، يوسف او بنيامين قبيلې. او دوئ به په خلقو د برکتونو اِعلان کوى.