18 خو حقيقت دا دے چې تا پينځۀ مړونه کړى دى او اوس چې څوک تا سره دے ستا خاوند نۀ دے. تا چې څۀ ووئيل هغه رښتيا دى.“
خو يوه شپه هغۀ خُدائ پاک په خوب کښې وليدو چې ورته يې وفرمائيل، ”ګوره، تۀ د مرګ په خولۀ کښې ولاړ يې، ځکه چې کومه ښځه تا راوستې ده هغه وادۀ شوې هم ده.“
همور حِوى د هغې علاقې مالِک وو. د هغۀ زوئ شِکم هغه وليده، نو هغه يې بوتله او د هغې بېعزتى يې وکړه.
خو هغوئ ووئيل، ”مونږ دا نۀ شُو زغملے چې زمونږ خور سره دې د کنجرې په شان سلوک وشى.“
خو تۀ ما سره بېوفا شوې د هغې ښځې په شان څوک چې خپل خاوند سره بېوفا وى. مالِک خُدائ دا فرمائى.
تۀ هغه زناکاره ښځه يې چې د خپل خاوند په ځائ پردو سړو سره بدکارى کوې.
نو بيا تۀ اے زناکارې، د مالِک خُدائ کلام ته غوږ ونيسه.
دا قانون د داسې واقعو دپاره دے کۀ چرې يو سړے غېرت وکړى او شکمن شى چې د هغۀ ښځې زنا کړې ده. ښځه به د مالِک خُدائ په حضور کښې د قربانګاه په مخکښې ودرولے شى او اِمام به دا رسم ادا کړى.
او دغه شان کۀ يوه ښځه خاوند له طلاق ورکړى او بل سره وادۀ وکړى نو هغه هم زنا کوى.“
عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”لاړه شه، خپل خاوند راوبله او بيا راشه.“
هغې جواب ورکړو چې، ”زما خاوند نشته.“ عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”تۀ دا رښتيا وائې چې ستا خاوند نشته،
ښځې هغۀ تۀ ووئيل، ”مالِکه، ما ته ښکارى چې تۀ نبى يې.
نو په دې وجه کۀ هغه د خپل خاوند په ژوندانۀ د بل سړى سره اوسيږى نو هغه به زناکاره ګڼلے شى، خو کۀ چرې د هغې خاوند مړ شى نو هغه د شريعت په مطابق آزاده ده، او کۀ هغه بيا د بل سړى سره وادۀ وکړى نو هغه زناکاره نۀ ده.
په کار دى چې ټول د وادۀ احترام وکړى، او ښځه او خاوند دې د يو بل سره وفادار پاتې شى ځکه چې خُدائ پاک به په خپله د حرامکارو زناکارو عدالت کوى.
او ورسره موآبۍ روت، د محلون ښځه، زما ښځه شوه. د دې په وجه به جائيداد د مړى په خاندان کښې پاتې شى، او دا ميراث به د هغۀ د خاندان نوم د هغۀ په خلقو او د هغۀ په کلى کښې ژوندے وساتى. تاسو نن د دې خبرې ګواهان يئ.“