Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 4:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”لاړه شه، خپل خاوند راوبله او بيا راشه.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 4:16
9 Iomraidhean Croise  

نو هغۀ شمعون عيسىٰ له راوستو. عيسىٰ هغۀ ته وکتل او وې فرمائيل، ”تۀ د يوحنا زوئ شمعون يې، تا ته به کائفس وئيلے کيږى، يعنې پطروس چې معنىٰ يې ګټ دے.“


په درېم ځل عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”شمعون د يوحنا زويه، تۀ ما سره مينه کوې؟“ پطروس په دې خبره غمژن شو ځکه چې هغۀ ترې په درېم ځل دا تپوس وکړو چې، ”تۀ ما سره مينه کوې؟“ هغۀ ووئيل، ”مالِکه، تا ته د هر څۀ ښۀ پته ده. تۀ په دې پوهېږې چې زۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ وفرمائيل، ”زما ګډې وڅروه.


ښځې ورته ووئيل، ”سړيه، هغه اوبۀ ما له راکړه نو چې زۀ بيا کله هم تږې نۀ شم او چې بيا اوبو راويستلو له دلته نۀ راځم.“


هغې جواب ورکړو چې، ”زما خاوند نشته.“ عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”تۀ دا رښتيا وائې چې ستا خاوند نشته،


خو حقيقت دا دے چې تا پينځۀ مړونه کړى دى او اوس چې څوک تا سره دے ستا خاوند نۀ دے. تا چې څۀ ووئيل هغه رښتيا دى.“


او د خُدائ پاک نه يو مخلوق هم پټ نۀ دے بلکې د هغۀ د سترګو د وړاندې ټول بربنډ او بې‌پړدې پراتۀ دى چا ته به چې مونږ حساب ورکوو.


او د هغې بچى به په زمکه ووژنم. په دې به ټول جماعتونه دا سبق حاصل کړى چې زۀ د بنى آدمو زړُونه او خيالات آزمائيم او دا چې زۀ به تاسو ټولو ته د خپل عمل په مطابق اجر درکړم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan