Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 4:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 ښځې ورته ووئيل، ”سړيه، هغه اوبۀ ما له راکړه نو چې زۀ بيا کله هم تږې نۀ شم او چې بيا اوبو راويستلو له دلته نۀ راځم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 4:15
11 Iomraidhean Croise  

ډېر خلق تپوس کوى، ”مونږ سره به څوک ښۀ وى؟ اے مالِکه خُدايه، خپله د مخ رڼا دې په مونږ وځلوه.“


عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”لاړه شه، خپل خاوند راوبله او بيا راشه.“


عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې تاسو زما تلاش په دې وجه نۀ کوئ چې تاسو نښې وکتلې بلکې ځکه چې تاسو روټۍ وخوړله او لوږه مو ختمه شوه.


نو هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، مونږ ته دغه روټۍ همېشه راکوه.“


عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندون روټۍ يم. څوک چې ما له راځى هغه به هيڅکله نۀ اوږى کيږى او څوک چې په ما ايمان راوړى هغه به هيڅکله نۀ تږى کيږى.


ځکه چې د ګناه بدل مرګ دے خو د خُدائ پاک بخښنه زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې د تل ژوندون دے.


څوک چې د ګناه د فطرت په اختيار کښې دى هغوئ د ګناه سوچ لرى خو څوک چې د روح په اختيار کښې دى هغوئ روحانى سوچ لرى.


خو څوک چې روحانى نۀ وى نو هغوئ د خُدائ پاک د روح خبرې نۀ منى ځکه چې دا د هغوئ په نزد بې‌وقوفى ده، او هغوئ په هغې نۀ شى پوهېدے ځکه چې هغوئ تش د روحُ القُدس په وسيله پوهېدے شى.


تر دې چې تاسو يې غواړئ خو څۀ په لاس نۀ درځى، دا ځکه چې تاسو يې په بد نيت سره غواړئ، د دې دپاره چې تاسو يې په خپل عېش و عشرت ولګوئ.


او مونږ ته پته ده چې د خُدائ زوئ راغلے دے او مونږ ته يې دا پوهه راکړه چې مونږ هغه وپېژنو څوک چې رښتينے دے، او مونږ په هغۀ کښې يُو څوک چې رښتينے دے يعنې د هغۀ زوئ عيسىٰ مسيح. هغه رښتينے خُدائ پاک او د تل ژوندون دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan