هغوئ به هيڅکله نۀ اوږى شى او نۀ به کله تږى شى. د نمر او د صحرا ګرمى به هغوئ نۀ تنګوى، د هغوئ مشرى به هغه ذات کوى چې څوک د هغوئ سره مينه کوى. او هغه به يې د اوبو چينو له بوځى.
عيسىٰ هغې ته جواب ورکړو چې، ”کۀ چرې تا ته د خُدائ پاک د نعمت پته وے، او بله دا چې څوک چې ستا نه د څښلو اوبۀ غواړى دا څوک دے، نو تا به د هغۀ نه دا خواست کړے وو او هغۀ به تا له د ژوندون اوبۀ درکړې وې.“
دا هغه روټۍ ده چې د آسمان نه راکوزه شوې ده او دا د هغه روټۍ په شان نۀ ده چې ستاسو پلار نيکونو وخوړه او مړۀ شول. خو څوک چې دا روټۍ وخورى هغه به تل تر تله ژوندى وى.“