13 عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”هر هغه څوک چې دا اوبۀ وڅښى هغه به بيا هم تږے کيږى.
هغۀ چغې کړې، اے پلاره، اِبراهيمه. په ما رحم وکړه. دا لعزر راولېږه چې خپل د ګوتې سر په اوبو کښې لوند کړى چې زما ژبه پرې يخه کړى ځکه چې زۀ په دې اور کښې ډېر په عذاب يم.
ولې تۀ زمونږ د نيکۀ يعقوب نه لوئ سړے يې څۀ، چا چې مونږ له دا کوهے راکړو او په خپله يې د زامنو او څاروو سره د دې نه اوبۀ وڅښلې؟“
خو چې څوک هغه اوبۀ وڅښى چې زۀ يې ورکوم هغه به هيڅکله نۀ تږے کيږى. زۀ چې کومې اوبۀ ورکوم هغه به په هغوئ کښې دننه لکه يوه چينه وګرځى چې همېشه به بهيږى او چې د تل ژوندون ورکوى.“
د داسې خوراک دپاره خوارى مۀ کوئ چې ختميږى بلکې د هغې روټۍ دپاره خوارى کوئ چې تر ابده پاتې کيږى، او کوم به چې اِبن آدم تاسو له درکړى. ځکه چې هم په هغۀ باندې خُدائ پلار خپل مُهر لګولے دے.“
ستاسو پلار نيکونو په صحرا کښې من وخوړل خو هغوئ مړۀ شول.