Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 4:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 ولې تۀ زمونږ د نيکۀ يعقوب نه لوئ سړے يې څۀ، چا چې مونږ له دا کوهے راکړو او په خپله يې د زامنو او څاروو سره د دې نه اوبۀ وڅښلې؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 4:12
8 Iomraidhean Croise  

د جنوب مَلِکه به د قيامت په ورځ د دې پيړۍ خلاف په عدالت کښې ودريږى او دوئ به مجرمان ثابت کړى، ځکه چې هغه د دُنيا د بل ګوټ نه د سليمان د حِکمت خبرو اورېدو له راغلې وه، او څوک چې دلته دے هغه د سليمان نه هم لوئ دے.


عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”هر هغه څوک چې دا اوبۀ وڅښى هغه به بيا هم تږے کيږى.


زمونږ نيکونو په دې غرۀ عبادت کولو خو تاسو يهوديان وايئ چې په کوم ځائ کښې مونږ ته د خُدائ پاک عبادت کول په کار دى هغه په يروشلم کښې دے.“


نو هغه د سامريې سوخار نومې ښار ته راغلو کوم چې هغه پټى ته نزدې وو چې يعقوب خپل زوئ يوسف له ورکړے وو.


هلته کښې د يعقوب کوهے وو او عيسىٰ د خپل سفر نه ستړے شوے وو نو هغه کوهى سره کښېناستو، دا د غرمې وخت وو.


ولې تۀ زمونږ د پلار اِبراهيم نه لوئ يې څۀ، څوک چې وفات دے؟ او نبيان هم وفات شوى دى. نو تۀ خپل ځان څۀ ګڼې؟“


خو عيسىٰ د موسىٰ نه زيات د جلال لائق دے، لکه څنګه چې د کور جوړونکے د کور نه زيات عزتمند وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan