7 زۀ چې تاسو ته دا ووايم چې تاسو له بيا پېدا کېدل په کار دى نو په دې حېرانېږئ مه.
بنى آدم څۀ وى، چې هغه صفا شى؟ او چې د ښځې نه پېدا شى، نو هغه صادق کېدے شى؟
کۀ چرې تاسو زما عام خبرې نۀ منئ، نو کۀ زۀ درته آسمانى خبرې وکړم نو تاسو به يې څنګه ومنئ؟
عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هيڅوک هم د خُدائ پاک بادشاهى نۀ شى ليدلے ترڅو چې هغه بيا پېدا نۀ شى.“
چې د انسان نه پېدا کيږى هغه جسم دے خو چې د روحُ القُدس نه پېدا کيږى هغه روح دے.
هوا اخوا ديخوا الوځى. تۀ د دې آواز خو اورې خو دا نۀ شې وئيلے چې دا د کومې راځى او چرته ځى. نو دغه حال د هر هغه چا دے چې د روحُ القُدس نه پېدا شوى دى.“
په دې مۀ حېرانېږئ ځکه چې داسې وخت راروان دے کله چې هغه ټول څوک چې په قبرونو کښې دى، هغه به د دۀ آواز واورى
د پلار شُکر ادا کوئ چا چې تاسو د دې جوګه کړئ چې د مقدسينو سره يې د نُور د بادشاهۍ په وراثت کښې شريک کړئ.
ټولو سره د صُلح کوشش کوئ او د هغې پاکيزګۍ طلبګار اوسئ د کومې نه بغېر چې به هيڅوک مالِک ونۀ وينى.
تاسو د خپلو ګناهونو نه هغه وخت پاک شوئ کله چې تاسو د حق تابعدارى وکړه، نو اوس تاسو د يو بل سره د زړۀ نه لکه د وروڼو او خوېندو په شان مينه کوئ، په خپلو کښې د يو بل سره د زړۀ د کومې نه مينه ساتئ.
خو هيڅ ناپاکه څيز به دې ته ورننوتے نۀ شى او نۀ پليت او نۀ دروغژن، خو صرف هغوئ د چا نومونه چې د ګډُورى د ژوندون په کِتاب کښې ليکلى دى.