31 هغه څوک چې د بره نه راځى هغه د ټولو نه لوئ وى. او څوک چې د زمکې وى هغه د دُنيا سره تعلق ساتى او خبرې هم دُنياوى کوى. څوک چې د آسمان نه راځى هغه په ټولو اوچت وى.
بيا عيسىٰ ورغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے.
يحيىٰ د هغۀ په حقله ګواهى وکړه. هغۀ په چغو ووئيل چې، ”دا هغه سړے دے چې ما يې ذکر کړے وو چې هغه هغه څوک دے چې زما نه وروستو به راشى خو زما نه به لوئ وى ځکه چې هغه زما نه وړاندې موجود وو.“
هغه هغه څوک دے چې زما نه وروستو راځى او زۀ د دې جوګه هم نۀ يم چې د هغۀ د پېزار تسمې پرانيزم.“
دا هم هغه دے د چا په حقله چې ما وئيلى وُو چې زما نه به وروستو يو کس راځى څوک چې زما نه لوئ دے ځکه چې هغه زما نه مخکښې موجود وو.
هغه به ضرور لوئ او زۀ به ورکوټے شم.
ځکه چې د خُدائ پاک روټۍ هغه ده چې د آسمان نه راکوزيږى او دُنيا ته ژوندون ورکوى.“
زۀ د ژوندون روټۍ يم چې د آسمان نه راکوزه شوې ده. څوک چې دا روټۍ وخورى هغه به تل ژوندے وى. او کومه روټۍ چې زۀ د دُنيا د ژوندون دپاره ورکوم هغه زما بدن دے.“
نو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو د دې زمکې خلق يئ او زۀ د آسمان، تاسو د دې دُنيا اوسېدونکى يئ خو زۀ د دې دُنيا نۀ يم.
تاسو ته د هغه پېغام پته ده چې خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو خلقو ته ولېږلو او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې د امن زيرے ورکړو، څوک چې د ټولو مالِک دے.
اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب د هغوئ پلار نيکۀ دى او په انسانى لحاظ سره د هغوئ نه مسيح هم پېدا دے. خُدائ پاک چې د ټولو بادشاه دے د هغۀ نوم دې د تل دپاره مبارک وى، آمين.
غرض دا چې په اولنى لوظ کښې هم د عبادت او د زمکنى عبادتخانې هدايت وو.
څوک چې آسمان ته ختلے دے او د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے، او فرښتې، اختيارمند او قُدرتونو والا يې د هغۀ تابع کړې دى.
هغوئ د دُنيا دى نو ځکه دُنياوى خبرې کوى، نو ځکه دُنيا هم هغوئ ته توجو ورکوى.
او د هغۀ په چُوغه او په پتُون دا نوم ليکلے دے چې، ”د بادشاهانو بادشاه او د مالِکانو مالِک.“