زما دُنيا، زما ناوې، زۀ په خپل باغ کښې داخل شوے يمه. زۀ د مُر چيړ او خوشبوداره مصالحې راټولومه. ما خپل ګبين د شاتو سره وخوړلونه، او زۀ خپل پئ او مے څښمه. اے عاشقانو، وخورئ او وڅښئينه. او د مينې نه مست شئينه.
لږ وروستو زۀ په تا تېرېدم، نو کله چې ما تا ته وکتل نو ومې ليدلې چې تۀ د مينې کولو قابله شوې، ما د خپلو جامو يو حِصه په تا وغوړوله او ستا شرم مې پټ کړو. ما قسم وخوړلو او تا سره مې لوظ وکړو، مالِک قادر مطلق خُدائ وفرمائيل، او تۀ زما شوې.
او کله چې هغه کور ته واپس شى نو خپلو دوستانو او ګاونډيانو له به دعوت ورکړى او ورته به ووائى، ما سره زما په خوشحالۍ کښې شريک شئ. ځکه چې ما خپله ورکه شوې ګډه بيا وموندله.