28 تاسو ته ښۀ پته ده چې ما وئيلى وُو چې زۀ مسيح نۀ يم، زۀ خو د هغۀ نه وړاندې رالېږلے شوے يم.
”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى. بيا به ناڅاپه هغه مالِک چې تاسو يې لټون کوئ خپل کور ته راشى، هغه د لوظ پېغام راوړونکے به راشى د چا چې تاسو ليواله يئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
دا هغه څوک دے چې د يشعياه نبى په وسيله يې ذکر شوے دے، يعنې، ”په بيابان کښې د نعرې وهونکى آواز دے چې د مالِک خُدائ لاره جوړه کړئ او د هغۀ لارې نېغې کړئ.“
او اے زما وړوکيه، تۀ به د خُدائ تعالىٰ نبى بللے شې ځکه چې تۀ به د مالِک په وړاندې تير شې چې د هغۀ لارې تيارې کړې،
هغۀ صفا ووئيل او اِنکار يې ونۀ کړو چې، ”زۀ مسيح نۀ يم.“
هغۀ ورته جواب ورکړو چې، ”زۀ په بيابان کښې د نعرې وهونکى آواز يم چې نعرې وهى، د مالِک لار نېغه کړئ، لکه چې يشعياه نبى فرمائيلى وُو.“
د هغۀ نه يې تپوس وکړو، ”کۀ نۀ تۀ مسيح يې، نۀ الياس يې، نۀ هغه نبى يې، نو تۀ بيا ولې بپتسمه ورکوې؟“
هغه هغه څوک دے چې زما نه وروستو راځى او زۀ د دې جوګه هم نۀ يم چې د هغۀ د پېزار تسمې پرانيزم.“