Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 3:26 - Pakistani Yousafzai Pashto

26 نو هغوئ يحيىٰ له راغلل او ورته يې ووئيل، ”اُستاذه، تا سره چې د اُردن نه پورې غاړه کوم سړے وو د چا په حقله چې تا ګواهى کړې وه، هغه هم بپتسمه ورکوى، هر څوک ورته ورځى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 3:26
23 Iomraidhean Croise  

تۀ په خپله د ټولو دُعاګانې اورې، ټول خلق به تا ته راشى.


بيا ما دا هم وکتل چې ټول خلق دې دپاره محنت کوى او د اُستاذۍ نه کار اخلى ځکه چې هغوئ د يو بل سره حسد کوى. خو دا بې‌معنې وى. دا داسې دى لکه چې څوک هوا پسې منډې وهى.


زما وعده رښتيا ده، او زما وعده به نۀ بدليږى. ما په خپل ذات باندې قسم خوړلے دے، چې هره يوه ګوډه به ما ته په سجده شى او هره ژبه به اِقرار وکړى.


او په بازارونو کښې د عزت په سلامونو ډېر خوشحاليږى چې د اُستاذ په نامه ياد شى.


خو تاسو ته دې څوک اُستاذ ونۀ وائى ځکه چې ستاسو خو يو اُستاذ شته او تاسو ټول وروڼه يئ.


يحيىٰ د هغۀ په حقله ګواهى وکړه. هغۀ په چغو ووئيل چې، ”دا هغه سړے دے چې ما يې ذکر کړے وو چې هغه هغه څوک دے چې زما نه وروستو به راشى خو زما نه به لوئ وى ځکه چې هغه زما نه وړاندې موجود وو.“


هغه د نُور د ګواهۍ دپاره راغلو چې ټول خلق د هغۀ د پېغام په وسيله ايمان راوړى.


هغه حقيقى نُور دُنيا ته راتلونکے وو کوم چې به په هر يو بنى آدم ځليږى.


کۀ مونږ دے دغه شان آزاد پرېږدو نو ټول خلق به په دۀ ايمان راوړى، او بيا به روميان راشى او زمونږ ټول قوم او د خُدائ کور به تباه کړى.“


بيا فريسيانو يو بل ته ووئيل، ”تاسو ګورئ چې مونږ هيڅ نۀ شُو کولے، وګورئ، ټوله دُنيا په هغۀ پسې روانه ده.“


هغه عيسىٰ له د شپې راغلو او ورته يې ووئيل چې، ”اُستاذه، مونږ ته معلومه ده چې تۀ هم هغه اُستاذ يې چې خُدائ پاک رالېږلے يې. ځکه چې هيڅوک هم دا معجزې چې ته يې کوې نۀ شى کولے خو کۀ خُدائ پاک ورسره مل نۀ وى.“


عيسىٰ په دې خبر وو چې فريسيانو دا خبره واورېدله چې هغه د يحيىٰ نه هم زيات مريدان جوړوى او بپتسمه ورکوى.


خو په حقيقت کښې عيسىٰ په خپله نه بلکې مريدانو يې بپتسمه ورکوله.


په دې دوران کښې مريدانو په هغۀ زور ولګولو چې، ”اُستاذه، لږ څۀ وخوره.“


تاسو يحيىٰ ته خپل پېغام وړُونکى ورلېږل او هغۀ هم د دې حقيقت ګواهى ورکړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan