25 د يحيىٰ د ځينې مريدانو د يو يهودى سره د پاکېدو د دستور په سر بحث وشو.
زۀ تاسو له د توبې دپاره په اوبو بپتسمه درکوم خو څوک چې به زما نه وروستو راځى هغه زما نه ډېر زورَور دے. زۀ د هغۀ د څپلو پورته کولو جوګه هم نۀ يم. هغه به تاسو له په روحُ القُدس او په اور بپتسمه درکوى.
تاسو د خُدائ پاک حُکم خو شاته غورزوئ او د بنى آدمو د رواياتو پابندى کوئ.“
هلته د کاڼى شپږ چاټۍ خوا په خوا ولاړې وې، دا د يهوديانو د دستور په مطابق د پاکېدو دپاره وې، په هره يوه کښې د شلو نه تر دېرشو ګيلنو پورې ځائ وو.
او تاسو ته نور د بپتسمو او لاس کېښودلو او د مړو نه د بيا ژوندى کېدلو او د تل عدالت په حقله د تعليم ورکولو ضرورت نشته.
بلکې د هغوئ تعلق تش د خوراک څښاک او د پاکېدو تر مختلفو رسمونو پورې وو. دا احکامات تر هغې پورې مقرر دى ترڅو چې هغه وخت راشى چې هر څۀ صحيح کړى.
د آسمانى څيزونو نمونې دپاره دا ضرورى وه چې هغه په دې طريقه پاک کړے شى، خو آسمانى څيزونو ته په خپله د دې نه د ښې قربانۍ ضرورت دے.
او دا اوبۀ د دې بپتسمې په مثال دى چې اوس تاسو بچ کوى، د دې مقصد ګندګى لرې کول نۀ دى بلکې په دې مونږ خُدائ پاک نه خواست کوُو چې د عيسىٰ مسيح د بيا ژوندى کېدو په وسيله زمونږ ضميرونه پاک کړى،