24 دا د يحيىٰ د قېد کېدو نه وړاندې وُو.
ځکه هيروديس د خپل ورور فيليپوس د ښځې هيرودياس په وجه يحيىٰ ګرفتار کړے وو، په زنځير يې تړلے وو او په قېدخانه کښې يې اچولے وو،
هرکله چې عيسىٰ واورېدل چې يحيىٰ ګرفتار شوے دے نو هغه ګليل ته واپس راغلو.
ځکه هيروديس د خپل ورور فيليپوس د ښځې هيرودياس په وجه يحيىٰ ګرفتار کړے وو، په زنځير يې تړلے وو او په قېدخانه کښې يې اچولے وو. ځکه چې هيروديس بادشاه اوس پخپله د هيرودياس سره وادۀ کړے وو.
يحيىٰ هم په عينون کښې بپتسمه ورکوله، کوم چې شاليم ته نزدې دے، ځکه چې په هغه ځائ کښې اوبۀ ډيرې وې، او خلق هغۀ له راتلل او بپتسمه يې اخستله.