Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 3:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 يحيىٰ هم په عينون کښې بپتسمه ورکوله، کوم چې شاليم ته نزدې دے، ځکه چې په هغه ځائ کښې اوبۀ ډيرې وې، او خلق هغۀ له راتلل او بپتسمه يې اخستله.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 3:23
13 Iomraidhean Croise  

د مسوپتاميه نه په واپسۍ کښې يعقوب د کنعان په مُلک کښې شِکم ښار ته په سلامتۍ سره ورسېدو او د ښار سره نزدې يې په يو پټى کښې خپلې خېمې ولګولې.


اے بابله، تۀ د ډېرو سيندونو په غاړه پروت ښار يې او د مال دولت او تجارت نه ډک يې، خو ستا اَنجام رارسېدلے دے، او ستا د ژوند تار شلېدلے دے.


ستاسو مور ستاسو د انګورو باغ کښې لکه د انګور د بوټى په شان وه چې د اوبو په سر کَرلے شوې وه. د ډېرو اوبو په وجه هغه مېوه داره او د څانګو نه ډکه شوه.


او ناګهانه ما وليدل چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک جلال د مشرق خوا نه راروان وو. د هغۀ آواز لکه د ډېرو اوبو د غرار په شان وو، او زمکه د هغۀ د جلال په وجه روښانه وه.


ګڼ خلق بهر راووتل چې د يحيىٰ نه بپتسمه واخلى خو هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”اے د مارانو بچو، تاسو ته چا خبردارے درکړو چې د راتلونکى غضب نه وتښتئ؟


پس د دې نه عيسىٰ سره د مريدانو يهوديه ته لاړو او د هغوئ سره هلته د څۀ وخت دپاره ايسار شو او خلقو ته يې بپتسمه ورکوله.


دا د يحيىٰ د قېد کېدو نه وړاندې وُو.


او د هغۀ پښې د زېړو په شان ځلېدلې څنګه چې په بټۍ کښې سرې شوې وى او د هغۀ آواز لکه د تېزو اوبو په شان وو.


او ما د آسمان نه داسې آواز واورېدو لکه د سيند د اوبو غړمبار او يا لکه د تندر د ګړزار، او دا د هغه آوازونو په شان وو لکه چې ستار غږوونکى خپل ستارونه غږوى.


بيا ما د ډېرو کسانو داسې آواز واورېدو لکه د سيند د اوبو غړمبار او يا لکه د تندر د ګړزار، او هغوئ چغې وهلې چې، ”ثنا صِفت دې وى د مالِک خُدائ، مالِک زمونږ قادر مطلق خُدائ پاک بادشاه دے.


هغوئ د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې او سليسه په علاقه کښې وګرځېدل، خو پېدا يې نۀ کړل، هغوئ د سعليم په علاقه کښې ورپسې وګرځېدل، خو خرونه هلته هم نۀ وو. بيا هغوئ د بنيامين په علاقه کښې وګرځېدل، خو بيا يې هم ونۀ موندل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan