20 هر څوک چې بد کار کوى نو د نُور نه نفرت کوى او نُور ته نۀ راځى د دې دپاره چې د هغوئ بدکارونه ښکاره نۀ شى.
او د تبخى نه يې لرې کړې چې هغه يې وخورى، خو هغۀ ونۀ خوړې. هغۀ ووئيل، ”هر يو کس بهر کړه.“ نو هغوئ ټول لاړل.
اخىاب ورته ووئيل، ”يو بل پېغمبر هم شته چې د اِمله زوئ ميکاياه دے. خو زۀ د هغۀ نه نفرت کوم، ځکه چې هغۀ زما دپاره هيڅکله هم ښۀ پېشګوئې نۀ ده کړې، همېشه بده پېشګوئې راکوى.“ يهوسفط ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، داسې مۀ وايه.“
هغه د شپې پاڅېده، چې کله زۀ اوده وم نو هغې زما نه ماشوم واخستلو او په خپل څنګ کښې يې واچولو، بيا هغې هغه مړ ماشوم زما په کټ کښې کېښودو.
تاسو د اصلاح نه نفرت کوئ او تاسو زما حُکمونه شاته غورزوئ.
ځکه چې دوئ د پوهې نه نفرت کولو او دوئ د مالِک خُدائ نه نۀ يرېدل خوښ کړل،
مسخره کوونکى اصلاح نۀ خوښوى، نو ځکه چې د هوښيارانو سره مشوره نۀ کوى.
هر هغه څوک چې سترګې وروځې وهى هغه کږې وَږې منصوبې جوړوى، او څوک چې خپلې شونډې مروړى نو هغه په غلطو منصوبو سر شوى وى.
چا چې صحيح لاره پرېښې ده او په تيارو کښې تلل کوى،
د صادقانو لار د سحر د رڼا په شان ده، تر هغې ځليږى او لا نوره هم زياتيږى ترڅو چې د ورځې رڼا نۀ وى راښکاره شوى.
نو تۀ به ووائې، ”ما د اصلاح نه څومره نفرت کولو. او څومره به زما زړۀ اصلاح کول رټل،
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”تاسو د دوکه مارانو او د دروغژنو په مينځ کښې اوسېږئ، او د خپلو دوکه کولو په وجه دوئ نۀ غواړى چې ما وپېژنى.“
د دې په جواب کښې يو د شرعې عالم ووئيل، ”اُستاذه، کله چې تاسو داسې خبرې کوئ نو دا زمونږه سپکاوے کوئ.“
خو څوک چې نېک کارونه کوى هغوئ رڼا ته راځى دپاره د دې چې دا ترې څرګند شى چې د هغوئ کارونه د خُدائ پاک په وسيله دى.“
دُنيا تاسو نه نفرت نۀ شى کولے خو زما نه نفرت کوى ځکه چې زۀ د دې خلاف ګواهى ورکوم چې د دې کارونه بد دى.