9 کله چې هغوئ غاړې ته راوختل نو هغوئ د سکرو اور وليدو چې دپاسه پرې کبان او لږه روټۍ پرته وه.
نو اِبليس هغه پرېښودو او فرښتې راغلې او د هغۀ په خِدمت کښې حاضرې شوې.
کۀ چرې زۀ دوئ کورونو ته اوږى رُخصت کړم نو دوئ به په لاره بېهوشه شى ځکه چې ځينې په کښې د لرې نه راغلى دى.“
نوکرانو او محافظانو د سکارو اور بل کړے وو ځکه چې يخنى وه او هغوئ ترې چاپېره ولاړ وُو او ځانونه يې تودول. او پطروس هم د هغوئ سره ولاړ وو او ځان يې تودولو.
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”د خپلو هغه کبانو نه چې اوس مو ونيول څۀ راوړئ.“
عيسىٰ راغلو، او روټۍ يې واخسته او هغوئ له يې ورکړه او هم دغه شان يې کبان هم تقسيم کړل.
خو نور مريدان په کِشتۍ کښې راغلل او د کبانو ډک جال يې راښکو ځکه چې هغوئ د وچې زمکې نه لرې نۀ وُو خو تقريباً يو سل ګزه به وراخوا وُو.
بيا عيسىٰ روټۍ واخستلې، شُکر يې پرې وکړو او هغه يې په هغه ناستو خلقو تقسيم کړې. او هم دغسې يې د کبانو سره وکړل او هغوئ چې څومره غوښتل نو دومره يې ورکړل.
”دلته يو هلک دے چې ورسره د اوربشو پينځۀ روټۍ او دوه کبان شته، خو دا د دې دومره ډېرو خلقو دپاره هيڅ هم نۀ دى.“