8 خو نور مريدان په کِشتۍ کښې راغلل او د کبانو ډک جال يې راښکو ځکه چې هغوئ د وچې زمکې نه لرې نۀ وُو خو تقريباً يو سل ګزه به وراخوا وُو.
د هغوئ سره يو څو واړۀ کبان هم وُو چې په هغې يې هم شُکر وويستو او حُکم يې وکړو چې، ”دا هم پرې تقسيم کړئ.“
بيا هغه مريد چې عيسىٰ ورسره مينه کوله پطروس ته ووئيل، ”دا خو مالِک دے.“ کله چې شمعون پطروس دا واورېدل چې دا مالِک دے نو هغۀ زر خپل قميص واچولو ځکه چې هغۀ خپل قميص کوز کړے وو او درياب ته يې ودانګل.
کله چې هغوئ غاړې ته راوختل نو هغوئ د سکرو اور وليدو چې دپاسه پرې کبان او لږه روټۍ پرته وه.
عوج بادشاه د رفائيانو آخرى پاتې کس وو. د هغۀ د ښخېدو صندوق د کاڼى نه جوړ وو، چې ديارلس فټه اوږد او دوه ګزه پلن وو. دا تر اوسه پورې د عمونيانو په ښار ربه کښې شته دے.