6 هغوئ ته يې وفرمائيل، ”د کِشتۍ ښى طرف ته جال وولئ نو تاسو به څۀ کبان ونيسئ.“ کله چې هغوئ جال وغورزولو نو هغوئ جال کِشتۍ ته نۀ شو راخېژولے ځکه چې په هغې کښې ډېر زيات کبان راګېر شوى وُو.
کۀ مارغان دى په هوا کښې او کۀ کبان دى سمندر کښې، يا نور داسې څيزونه چې ګرځيږى سمندر کښې.
ماهيګران به د سيند په غاړه ولاړ وى، د عينجدى نه تر عينعجليم پورې به د کبانو د جالونو خورولو دپاره ځايونه وى. لکه د غټ سمندر د کبانو په شان به په کښې ډېر قسمونه کبان وى.
باران وورېدو، سېلاب راغلو، زول او طوفان تېر شو او د دغه کور سره يې ډغرې وخوړې او راوې غورزولو او بلکل يې تباه کړو.“
خو د هغۀ مور خادِمانو ته ووئيل، ”هر څۀ چې دے درته فرمائى هغه کوئ.“
چا چې د هغۀ پېغام قبول کړو هغوئ ته بپتسمه ورکړے شوه، او په هغه ورځ تقريباً درې زره کسان د هغوئ د قبيلې سره ملګرى شول.
خو ډېرو کسانو چې دا کلام واورېدو، ايمان يې راوړو او د سړو شمېر تقريباً پينځۀ زره کسانو ته ورسېدو.