5 عيسىٰ هغوئ ته نعرې کړې، ”اے دوستانو، تاسو څۀ کبان ونيول کۀ نه؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”نه.“
هغۀ ګېرچاپېره وکتل او يوه روټۍ يې وليده چې په ګرمو سکارو باندې پخه شوې وه او خپل سر سره نزدې يې د اوبو يو منګے وليدو. هغۀ خوراک څښاک وکړو او بيا څملاستو.
په مالِک خُدائ توکل وکړه او نېکى کوه، نو په زمکه باندې په امن سره ژوندون کوه.
کله چې ماښام شو د هغۀ مريدان هغۀ له ورغلل او وې وئيل چې، ”دا خوشے بيابان دے او ناوخته دے، خلق کلو ته رُخصت کړه چې لاړ شى چې خپل ځان له د خوراک څۀ څيزونه واخلى.“
د هغوئ سره يو څو واړۀ کبان هم وُو چې په هغې يې هم شُکر وويستو او حُکم يې وکړو چې، ”دا هم پرې تقسيم کړئ.“
او زما خُدائ پاک به ستاسو هر حاجت د خپل جلالى دولت په مطابق د عيسىٰ مسيح په وسيله پوره کړى.
د پېسو د مينې نه خپل ځان وساتئ او څۀ چې درسره دى په هغې صبر کوئ، ځکه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې، ”زۀ به هيڅکله هم تاسو نۀ پرېږدم، او تاسو به هيڅکله نۀ هېروم.“
اے مشرانو، زۀ تاسو ته ليکم ځکه چې تاسو هغه پېژنئ څوک چې ازلى دے. اے ځوانانو، زۀ تاسو ته ځکه ليکم چې تاسو هغه چا ته څوک چې شرير دے شکست ورکړے دے.
زما ګرانو بچو، دا آخرى وخت دے. څنګه چې تاسو اورېدلى دى چې خردجال راتلونکے دے، نو اوس ډېر خردجالان راپورته شوى دى، او د دې نه مونږ په دې پوهيږو چې دا آخرى وخت دے.