Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 21:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 شمعون پطروس هغوئ ته ووئيل، ”زۀ د کبانو ښکار له ځم.“ نو هغوئ ورته ووئيل چې، ”مونږ به هم درسره ځو.“ هغوئ روان شول او کشتۍ ته وختل خو په هغه شپه هغوئ هيڅ ونۀ نيول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 21:3
11 Iomraidhean Croise  

شمعون ورته جواب ورکړو، ”اُستاذه. مونږ ټوله شپه خوارى وکړه خو هيڅ مو ونۀ نيول خو چې تۀ داسې وائې نو زۀ به جالونه ورواچوم.“


چې سحر شو نو عيسىٰ د درياب په غاړه ولاړ وو خو مريدانو ته دا پته نۀ وه چې دا عيسىٰ دے.


پولوس هلته ورسره اوسېدلو او دوئ سره يې يو ځائ کار کولو ځکه چې د دوئ هم د هغۀ په شان د تمبوانو جوړولو کسب وو.


تاسو ټول په خپله ښۀ خبر يئ چې ما په خپلو لاسونو کار کړے دے او د ځان او د خپلو ملګرو حاجتونه مې پوره کړى دى.


نو بيا نۀ کرونده کوونکے او نۀ اوبۀ ورکوونکے څۀ شے دے، بلکې صرف خُدائ پاک دے چې وده ورکوونکے دے.


يا يواځې زۀ او برنباس د ژوند تېرولو دپاره په خوارۍ مزدورۍ پړ يُو څۀ؟


اے وروڼو او خوېندو، تاسو ته به زمونږ خوارى او تکليفونه ياد وى چې مونږ شپه او ورځ محنت وکړو او په تاسو مو بوج وانۀ چولو چې مونږ تاسو ته د خُدائ پاک زيرے اورولو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan