22 عيسىٰ جواب ورکړو، ”کۀ زۀ وغواړم چې هغه دې تر هغې ژوندے پاتې شى ترڅو چې زۀ بيا راشم نو ستا په دې کښې څۀ؟ تۀ ما پسې راځه.“
بيا عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”کۀ څوک زما مريد جوړېدل غواړى، هغه دې د خپل ځان نه منکر شى، خپله سولۍ دې راواخلى او ما پسې دې راځى.
لکه څنګه چې برېښنا د مشرق نه تر مغرب پورې رسى دغه شان به د اِبن آدم راتلل وى.
څۀ وخت چې عيسىٰ د زيتُونو په غرۀ ناست وو نو مريدان يې ورغلل چې د هغۀ سره په پرده کښې خبرې وکړى. هغوئ ووئيل، ”مونږ ته دا وښايه چې دا هر څۀ به کله وشى او ستا د راتلو او د قيامت د ورځې نښه به څۀ وى؟“
نو بيا تاسو هم تيار اوسئ ځکه چې اِبن آدم به په داسې وخت کښې راځى چې ستاسو به په خيال خاطر کښې هم نۀ وى.
هر کله چې اِبن آدم په پوره شان سره راشى او ټولې فرښتې ورسره وى، هغه به بيا په لويئ سره په خپل آسمانى تخت کښېنى.
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”تۀ ما پسې راځه، مړى پرېږدئ چې مړى ښخوى.“
او عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته ځينې داسې کسان ولاړ دى چې هغوئ به تر هغې نۀ مرى ترڅو چې د خُدائ پاک بادشاهى په قدرت سره په راتلو ونۀ وينى.“
عيسىٰ دا خبره د دې راز څرګندولو دپاره وکړه چې پطروس به په دغه شان شهيد کړے شى چې د خُدائ پاک جلال به په کښې څرګند شى. بيا عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“
کله چې پطروس هغه وليدو نو د عيسىٰ نه يې تپوس وکړو، ”مالِکه، د هغۀ اَنجام به څۀ وى؟“
نو هر کله چې تاسو دا روټۍ خورئ او دا پياله څښئ نو تاسو د مالِک د مرګ اعلان کوئ ترڅو چې هغه رانۀ شى.
نو په دې وجه د مقرر شوى وخت نه وړاندې فېصله مۀ کوئ، د مالِک د راتلو تر وخته انتظار وکړئ. هغه به د تيارې پټې خبرې رڼا ته څرګندې کړى او د زړۀ مقصدونه به راښکاره کړى. په هغه وخت کښې څوک چې د څومره تعريف قابل وى خُدائ پاک به دومره د هغۀ تعريف وکړى.
د مالِک عيسىٰ مسيح په حضور کښې کله چې هغه بيا راشى زمونږ اُميد او خوشحالۍ او د فخر تاج څۀ دے؟ ولې هغه تاسو نۀ يئ څۀ؟
نو اے وروڼو او خوېندو، د مالِک تر راتلو پورې صبر وکړئ، لکه څنګه چې يو زميندار د زمکې د قيمتى فصل په اِنتظار کښې د منى او د سپرلى د باران تر ورېدو پورې صبر کوى.
نو تاسو هم صبر وکړئ او خپل زړونه مضبوط کړئ ځکه چې د مالِک راتلل رانزدې دى.
ګورئ، هغه په وريځو کښې راروان دے، هره سترګه به هغه ووينى، او هغوئ هم چا چې هغه ژوبل کړے وو، او د دُنيا ټول خلق به په هغۀ وير کوى. بېشکه دا به دغه شان وى. آمين.
بس په هغه څۀ تر هغې ټينګ پاتې شئ ترڅو چې زۀ درنۀ شم.
څوک چې د دې خبرو ګواهى ورکوى هغه وائى چې، ”آو، زۀ زر درځم.“ آمين، مالِک عيسىٰ، راشه.
مالِک عيسىٰ فرمائى چې، ”ما ته غوږ ونيسئ زۀ زر درځم. بختور دى هغوئ څوک چې د دې کِتاب پېشګوئې منى.“
زۀ زر درځم او څۀ چې درسره دى په هغې ټينګ پاتې شه چې څوک دې هم د خپل تاج نه محرومه نۀ کړى.