2 شمعون پطروس او توما چې غبرګونے هم بللے کيږى او نتنىايل چې د ګليل د قانا وو او د زبدى زامن، او دوه نور مريدان هم هلته موجود وو.
فيليپوس او برتلماۍ، توما او متى محصولچى، د حلفى زوئ يعقوب او تدى،
کله چې عيسىٰ د دې ځائ نه لږ وړاندې لاړو نو هغۀ يعقوب د زبدى زوئ، او د هغۀ ورور يوحنا وليدل، چې په خپله کشتۍ کښې ناست وُو او جالونه يې مرمت کول.
او دغه شان د زبدى زامن يعقوب او يوحنا چې د شمعون ملګرى وُو هم حېران پاتې شول. عيسىٰ شمعون ته وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږه، د دې نه پس به تۀ انسانان نيسې.“
فيليپوس نتنىايل له ورغلو او ورته يې ووئيل چې، ”مونږ هغه کس بياموندلو د چا ذکر چې د موسىٰ په شريعت کښې شوے دے او نبيانو کړے دے، چې هغه د ناصرت عيسىٰ د يوسف زوئ دے.“
بيا توما چې برغونے ورته وائى، هغۀ نورو مريدانو ته ووئيل، ”راځئ چې مونږ هم لاړ شُو چې د هغۀ سره مړۀ شُو.“
په درېمه ورځ د ګليل په قانا نومې ځائ کښې يو وادۀ وو. د عيسىٰ مور هم هلته وه،
د ګليل په قانا کښې د عيسىٰ دا وړومبۍ معجزه او نښه وه چې عيسىٰ پرې خپله لوئى څرګنده کړه، او د هغۀ مريدانو په هغۀ ايمان راوړو.
توما هغۀ ته ووئيل، ”زما مالِکه او زما خُدايه پاکه.“
عيسىٰ يو ځل بيا د ګليل قانا نومې ځائ ته لاړو چرته چې هغۀ اوبۀ په ميو بدلې کړې وې. هلته يو سرکارى آفسر وو چې زوئ يې په کفرنحُوم کښې ناجوړه پروت وو.
عبرون، رِحوب، حمون، قاناه او تر صيدا پورې تلے وو.