Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 21:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 زۀ تا ته رښتيا وايم چې کله چې تۀ ځوان وې نو تا به خپله ملا په خپله تړله او چرته چې به دې خوښه وه هلته به تللې، خو کله چې تۀ زوړ شې نو تۀ به خپل لاسونه خوارۀ کړې او بل څوک به دې ملا وتړى او هغه خوا ته به دې بوځى چرته چې تۀ تلل نۀ غواړې.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 21:18
8 Iomraidhean Croise  

هغه خادِمان بختور دى چې مالِک يې د خپل راتلو په وخت بېدار ووينى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې مالِک به په خپله د کار جامې واچوى او دوئ به خوراک ته کښېنوى او په خپله به د دوئ خِدمت کوى.


شمعون پطروس هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، تۀ چرته ځې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو، ”چرته چې زۀ ځم، تۀ اوس ما پسې هلته نۀ شې راتلے خو وروستو به راشې.“


په درېم ځل عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”شمعون د يوحنا زويه، تۀ ما سره مينه کوې؟“ پطروس په دې خبره غمژن شو ځکه چې هغۀ ترې په درېم ځل دا تپوس وکړو چې، ”تۀ ما سره مينه کوې؟“ هغۀ ووئيل، ”مالِکه، تا ته د هر څۀ ښۀ پته ده. تۀ په دې پوهېږې چې زۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ وفرمائيل، ”زما ګډې وڅروه.


عيسىٰ دا خبره د دې راز څرګندولو دپاره وکړه چې پطروس به په دغه شان شهيد کړے شى چې د خُدائ پاک جلال به په کښې څرګند شى. بيا عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“


هغه مونږ له راغلو، او د پولوس ملابند يې واخستو او په دې يې خپل لاس او پښې وتړل او وې وئيل چې، ”روحُ القُدس دا وائى چې په يروشلم کښې به يهوديان په دې طريقه د دې ملابند مالِک وتړى او هغه به غېر‌يهوديانو ته په حواله کړى.“


مونږ اوس هم په دې خېمه کښې يُو او د بوج لاندې زبيرګى کوُو، ځکه چې مونږ خپل فانى لباس ويستل نۀ غواړو بلکې د دې دپاسه نور اغوستل غواړو نو چې ژوند هغه څۀ ختم کړى څۀ چې فانى دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan