Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 21:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”راشئ او ناشته وکړئ.“ په مريدانو کښې يو کس هم دا همت ونۀ کړو چې تپوس ترې وکړى چې، ”تۀ څوک يې؟“ ځکه چې هغوئ ته دا پته وه چې دا مالِک دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 21:12
9 Iomraidhean Croise  

يو کس هم د هغۀ په جواب څۀ ونۀ وئيل او د دې ورځې نه پس هيچا هم د هغۀ نه د تپوس کولو همت ونۀ کړو.


خو هغوئ د هغۀ په خبره نۀ پوهېدل او د يرې نه يې تپوس ترې هم نۀ شو کولے.


خو هغوئ د هغۀ په دې وينا پوهه نۀ شول ځکه چې د دې مطلب د هغوئ نه پټ وو د دې دپاره چې هغوئ په دې ونۀ رسى او هغوئ په دې حقله د هغۀ نه د تپوس کولو نه هم يرېدل.


عيسىٰ په دې پوهه شو چې هغوئ له ما نه د تپوسونو په طلب دى نو هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”ولې تاسو په دې بحث کوئ کوم بيان چې ما تاسو له وکړو چې، په لږ ساعت کښې به تاسو نور ما نۀ وينئ او بيا لږ ساعت پس به تاسو ما ووينئ؟


نو شمعون پطروس کِشتۍ ته ورغلو او جال يې زمکې ته راښکلو چې د غټو کبانو نه ډک وو، او دا يو سل درې پنځوس وُو، او سره د دې چې دومره زيات وُو خو بيا هم جال ونۀ شلېدلو.


د ناشتې نه پس عيسىٰ شمعون پطروس ته وفرمائيل، ”شمعونه د يوحنا زويه، تۀ د نورو ټولو نه ما سره زياته مينه کوې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”آو مالِکه، تا ته پته ده چې زۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”نو بيا زما ګډورى وڅروه.“


په دغه وخت د هغۀ مريدان واپس راغلل او ډېر حېران شول چې هغه يې يوې ښځې سره په خبرو وکتلو خو په هغوئ کښې يو کس هم ونۀ وئيل چې، ”تۀ د دې نه څۀ غواړې،“ يا ”تۀ د دې سره خبرې ولې کوې؟“


هغه ټولو خلقو نه بلکې مونږه ګواهانو وليدو، چې خُدائ پاک د اول نه د دې دپاره غوره کړى يُو، مونږ ورسره د بيا ژوندى کېدو نه پس خوراک څښاک هم وکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan