7 او هغه رومال چې د عيسىٰ سر يې پرې تړلے وو د کتان د کفن سره نۀ وو بلکې ځان له جدا انغښتے شوے په يو بل ځائ کښې پروت وو.
بيا بل نوکر راغلو او وې وئيل، مالِکه، دا ستا د سرو زرو سيکه ده. ما دا په رومال کښې انغښتې وه او سمباله کړې مې وه.
نو مړ سړے بهر راووتو، د هغۀ لاس او پښې د کتان په کفن کښې تړلے شوى وُو او مخ يې په ټوکى کښې انغښتے شوے وو. عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”د دۀ نه کفن لرې کړئ او پرې يې ږدئ چې ځى.“
هغوئ دواړو د عيسىٰ لاش واخستو او د يهوديانو د ښخولو د رِواج په مطابق يې خوشبودار د کتان کفن کښې ونغښتو.
بيا شمعون پطروس چې په هغۀ پسې وو راورسېدو او غار ته ورننوتو. د کتان هغه کفن يې هلته پروت وليدو