5 هغۀ سر ټيټ کړو او دننه يې وکتل چې د کتان کفن هلته پروت وو خو دننه ورنۀغلو.
نو مړ سړے بهر راووتو، د هغۀ لاس او پښې د کتان په کفن کښې تړلے شوى وُو او مخ يې په ټوکى کښې انغښتے شوے وو. عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”د دۀ نه کفن لرې کړئ او پرې يې ږدئ چې ځى.“
هغوئ دواړو د عيسىٰ لاش واخستو او د يهوديانو د ښخولو د رِواج په مطابق يې خوشبودار د کتان کفن کښې ونغښتو.
خو مريم د قبر نه بهر ولاړه وه او ژړل يې. او په ژړا کښې هغه ورټيټه شوه چې غار کښې دننه وګورى.
هغوئ دواړو يو ځائ منډې وهلې خو هغه بل مريد د پطروس نه مخکښې شو او قبر ته وړاندې ورسېدو.
بيا شمعون پطروس چې په هغۀ پسې وو راورسېدو او غار ته ورننوتو. د کتان هغه کفن يې هلته پروت وليدو