30 عيسىٰ د خپلو مريدانو په موجودګۍ کښې نورې هم ډيرې معجزې څرګندې کړې دى، کومې چې په دې کِتاب کښې نۀ دى ليکلے شوې.
د ګليل په قانا کښې د عيسىٰ دا وړومبۍ معجزه او نښه وه چې عيسىٰ پرې خپله لوئى څرګنده کړه، او د هغۀ مريدانو په هغۀ ايمان راوړو.
خو نور هم ډېر کارونه دى چې عيسىٰ کړى وُو، کۀ چرې دا ټول ليکلے شوے وے نو زما دا خيال دے چې په ټوله دُنيا کښې به د هغه ليکلے شوو کتابونو ځائ نۀ وے.
او يوه لويه ګڼه ورپسې وه ځکه چې هغوئ هغه معجزې ليدلې وې چې هغۀ د بيمارانو د شفا دپاره کولې.
ځکه چې کومې خبرې چې وړاندې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى، هغه زمونږ د هدايت دپاره ليکل شوى دى، نو چې د صبر او د کِتابِ مقدس د تسلۍ د خبرو نه مونږ څۀ اُميد ولرو.
په هغوئ دا خبرې زمونږ د عبرت دپاره راغلې وې او زمونږ د آخرى زمانې خلقو ته د نصيحت دپاره وليکلے شوې.
زۀ دا څيزونه تاسو ته ليکم د چا چې د خُدائ پاک د زوئ په نامه ايمان دے، نو چې تاسو په دې پوهه شئ چې تاسو د تل عُمرى ژوندون خاوندان يئ.