29 عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”په دې چې تا زۀ وليدم نو ايمان دې راوړو. بختور دى هغوئ چا چې زۀ نۀ يم ليدلے او ايمان يې راوړے دے.“
خو ستاسو سترګې بختورې دى ځکه چې وينئ، او ستاسو غوږونه بختور دى ځکه چې اورئ.
څومره بختوره ده هغه چې په دې يې ايمان دے چې د مالِک خُدائ قول به پوره شى.“
توما هغۀ ته ووئيل، ”زما مالِکه او زما خُدايه پاکه.“
بيا هغه بل مريد څوک چې قبر ته مخکښې رسېدلے وو هغه هم قبر ته ورننوتو او وې ليدل او يقين يې پرې وکړو.
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل چې، ”ترڅو چې تاسو خلق لوئ نښې ونۀ ګورئ نو تر هغې تاسو ايمان نۀ راوړئ.“
ځکه چې زمونږ د ژوند تلل په ظاهرى څيزونو نۀ بلکې په ايمان دى.
نو ايمان دا دے چې په هغه څيزونو باور وکړُو چې د کوم په اُميد يُو، او په ناليدلو څيزونو يقين وکړُو.
هم د ايمان په وسيله موسىٰ مِصر پرېښودو او د بادشاه د قهر نه ونۀ يرېدو، او خپل سفر يې جارى وساتلو ځکه چې د هغۀ نظر په ناليدلى خُدائ پاک باندې وو او پرې قائم پاتې شو.
د خپل ايمان په وجه د هغوئ ټولو ښۀ تعريف وشو، خو هغه څۀ ورته مِلاو نۀ شول د کوم چې ورسره لوظ شوے وو.
تاسو هغۀ سره داسې مينه کوئ اګر چې هغه مو ليدلے نۀ دے. او نۀ يې اوس وينئ، خو تاسو په هغۀ يقين ساتئ، او په جلالى انداز کښې خوشحالى کوئ کومه چې د بيان نه بهر ده.