27 بيا هغۀ توما ته وفرمائيل، ”خپلې ګوتې دلته کېږده او زما لاسونه ووينه او خپل لاس راوړاندې کړه او زما په پښتۍ يې ولګوه. نور شک مۀ کوه خو يقين کوه.“
خو هغه دوئ سره ډېر مهربانه وو. د هغوئ ګناهونه يې معاف کړل او هغوئ يې تباه نۀ کړل. اکثر يې خپله غصه قابو کوله او خپل ټول قهر او غضب يې څرګند نۀ کړلو.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”اے بېايمانه او بدکاره پيړۍ، زۀ به ترڅو تاسو سره يم او زۀ به ترڅو تاسو زغمم؟ هغه ما له دلته راولئ.“
عيسىٰ جواب ورکړو، ”اے بېايمانه پيړۍ، زۀ به ترڅو تاسو سره يم او زۀ به ترڅو تاسو زغمم؟ دے ما له راولئ.“
زما لاسونو او پښو ته خيال وکړئ چې دا زۀ په خپله يم. ما له لاس راوړئ او وګورئ، د پيرى بدن نۀ وى لکه څنګه چې زما دے.“
کله چې هغۀ دا خبرې وکړې نو خپل لاسونه او پښې يې هغوئ ته وښودل.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”اے بېايمانه او بدکاره پيړۍ. زۀ به ترڅو تاسو سره يم او تاسو به زغمم؟ خپل زوئ دلته راوله.“
د دې نه پس هغۀ هغوئ ته خپل لاسونه او خپله پښتۍ وښودله. نو چې کله مريدانو مالِک وليدو نو هغوئ ډېر خوشحاله شُو.
نو نورو مريدانو هغۀ ته ووئيل چې، ”مونږ مالِک وليدلو.“ خو توما هغوئ ته ووئيل چې، ”ترڅو چې ما د هغۀ په لاس کښې د مېخونو زخمونه ليدلى نۀ وى او د مېخونو په زخمونو مې ګوتې وهلې نۀ وى، او خپل لاس مې د هغۀ په پښتۍ نۀ وى لګولے نو زۀ به په دې هيڅکله يقين ونۀ کړم.“
توما هغۀ ته ووئيل، ”زما مالِکه او زما خُدايه پاکه.“
خو شريعت ځکه راغلو چې خلقو ته پته ولګى چې هغوئ څومره ګناهګار دى. خو چرته چې نافرمانى زياته شى نو هلته فضل د هغې نه نور هم زيات شى.