Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 20:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 نو هغه په منډه شمعون پطروس او هغه بل مريد له راغله چا سره چې عيسىٰ مينه کوله او ورته يې ووئيل چې، ”هغوئ مالِک د قبر نه وړے دے، او مونږ ته دا پته نشته چې کوم ځائ هغوئ د هغۀ لاش ښخ کړے دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 20:2
9 Iomraidhean Croise  

په هغوئ کښې يو مريد چې عيسىٰ ورسره مينه کوله، د عيسىٰ سره جُخت ناست وو.


کله چې عيسىٰ خپله مور د خپل خوږ مريد سره په خوا کښې ولاړه وليده عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”مورې، دا ستا زوئ دے.“


هغوئ د هغې نه تپوس وکړو چې، ”اے خورې، تۀ ولې ژاړې؟“ هغې جواب ورکړو چې، ”هغوئ زما مالِک چرته اوړے دے او ما ته پته نشته چې هغه يې کوم ځائ ښخ کړے دے.“


عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”اے خورې، تۀ ولې ژاړې؟ تۀ څوک لټوې؟“ هغې دا خيال وکړو چې دا د دې باغ مالى دے، نو ورته يې ووئيل، ”صاحبه، کۀ چرې تا هغه د دې ځائ نه وړے وى نو ما ته ووايه چې هغه دې کوم ځائ ښخ کړے دے، او زۀ به هغه يوسم.“


نو اوس هم هغوئ د صحيفو په مطلب پوهه نۀ وُو چې عيسىٰ به خامخا د مړو نه بيا ژوندے پاڅى.


پطروس راوګرځېدو او هغه مريد يې په ځان پسې راروان وليدلو د چا سره چې عيسىٰ مينه کوله، هغه چې د ماښام د روټۍ په وخت کښې عيسىٰ سره نزدې ناست وو او دا تپوس يې ترېنه کړے وو چې، ”مالِکه، هغه څوک دے چې په تا به مُخبرى کوى؟“


دا هغه مريد دے چې د دې هر څۀ ګواهى کوى او دا يې وليکل. مونږ ته پته ده چې د هغۀ ګواهى رښتيا ده.


بيا هغه مريد چې عيسىٰ ورسره مينه کوله پطروس ته ووئيل، ”دا خو مالِک دے.“ کله چې شمعون پطروس دا واورېدل چې دا مالِک دے نو هغۀ زر خپل قميص واچولو ځکه چې هغۀ خپل قميص کوز کړے وو او درياب ته يې ودانګل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan