19 د پير په شپه چې مريدانو د يهوديانو د يرې نه دروازې بندې کړې وې ناست وُو، چې په دې کښې عيسىٰ راغلو، د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او ورته يې وفرمائيل، ”السلام عليکم.“
زما د وروڼو او دوستانو په خاطر يې غواړم، ”په تا کښې دې امن او سلامتى وى،“ زۀ به دا وايم.
کۀ هغه د دې لائق وى نو ستاسو سلامتى به ورورسيږى، او کۀ لائق نۀ وى نو ستاسو سلامتى به واپس تاسو ته راوګرځى.
نو کۀ چرې دوه يا درې تنه چرته هم زما په نوم يو ځائ شى نو زۀ به د دوئ په مينځ کښې يم.“
وروستو هغه يوولسو مريدانو ته هغه وخت ښکاره شو چې هغوئ روټۍ ته ناست وُو، او هغۀ هغوئ په خپلو بېيقينۍ او سختو زړونو ملامته کړل ځکه چې هغوئ د هغه خلقو په وينا يقين نۀ وو کړے چا چې هغه بيا ژوندے ليدلے وو.
زۀ تاسو ته سکون پرېږدم، زما خپل سکون، هغه چې دُنيا يې نۀ شى ورکولے. نو مۀ پرېشانه کېږئ او مۀ يرېږئ.
نو اوس تاسو غمژن يئ خو زۀ به تاسو بيا ووينم او ستاسو زړونه به خوشحاله شى او هيڅوک به ستاسو خوشحالى تاسو نه وانۀ خلى.
ما تاسو ته دا هر څۀ ووئيل نو چې تاسو په ما کښې سلامتيا حاصله کړئ. په دې دُنيا کښې به تاسو زحمتونو سره مخامخ شئ. خو زړَور شئ ځکه چې زۀ په دُنيا غالب شوے يم.“
عيسىٰ يو ځل بيا وفرمائيل چې، ”په تاسو دې سلامتيا وى، څنګه چې پلار زۀ رالېږلے يم هم دغسې زۀ تاسو لېږم.“
اتۀ ورځې پس د هغۀ مريدان بيا په هماغه کور کښې دننه راجمع وُو او توما هم د هغوئ سره موجود وو. اګر کۀ دروازې تالا وې خو عيسىٰ راغلو د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او وې فرمائيل، ”په تاسو دې سلامتيا وى.“
څۀ موده پس عيسىٰ بيا د ګليل د درياب په غاړه مريدانو ته خپل ځان څرګند کړو. هغه په دې طريقه څرګند شو.
اوس دا درېم ځل وو چې عيسىٰ د مړو نه د ژوندى کېدو نه وروستو مريدانو ته ځان څرګند کړو.
خو بيا هم خلقو د هغۀ په حقله د يهوديانو د يرې په وجه ښکاره هيڅ نۀ شو وئيلے.
هغۀ د خپل مرګ نه پس هغوئ ته ځان څرګند کړو او هغوئ ته يې ډېر ثبوتونه پېش کړل چې هغه ژوندے دے او تر څلوېښتو ورځو هغه هغوئ ته ښکاره کېدو او هغوئ ته يې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په حقله تعليم ورکولو.
خُدائ پاک چې د سلامتۍ سر چينه دے، هغه دې تاسو ټولو سره وى. آمين.
او هغه اول پطروس او بيا دولسو کسانو ته ښکاره شو.
ځکه چې مسيح په خپله زمونږ صُلح وکړه. هغۀ يهوديان او غېريهوديان د خپل بدن په وسيله په سولۍ يو ځائ کړل، او د دشمنۍ هغه دېوال يې ونړولو کوم چې مونږ جدا کړى وُو.
د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه، دې وروڼو ته سلامتى وى او په هغوئ کښې دې د ايمان مينه وى.
په تاسو دې زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه فضل او سلامتى وى.
اوس مالِک چې د سلامتۍ سرچينه دے په خپله دې تاسو ته هر وخت او په هر حال کښې سلامتى درکړى. مالِک دې تاسو ټولو سره وى.
او بيا هغۀ ته اِبراهيم د غنيمت لسمه حِصه ورکړه. مَلِکصِدق د نوم معنىٰ ”د صداقت بادشاه ده“ او د شاليم بادشاه معنىٰ ”د صُلح بادشاه ده.“
زما اُميد دے چې ډېر زر به تاسو ووينم او مخامخ به د يو بل سره خبرې وکړُو.
دا خط د يوحنا د طرف نه د آسيه صوبې د اوو جماعتونو په نوم، په تاسو دې فضل او سلامتى وى، د خُدائ پاک د طرفه چې شته، چې وو او چې راتلونکے دے، او د هغه اوو روحونو د طرفه چې د هغۀ د تخت د وړاندې دى،