18 مريم مګدلينى مريدانو له لاړه او وې وئيل چې، ”ما مالِک وليدو.“ او هغې هغوئ ته د هغه هر څۀ حال ووئيلو څۀ چې عيسىٰ ورته فرمائيلى وُو.
په هغوئ کښې يوه مريم مګدلينى وه او بله د يعقوب او د يوسف مور مريم، او د زبدى د زامنو مور وه.
بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”يرېږئ مه، لاړې شئ او زما وروڼو له دا پېغام ورکړئ چې هغوئ دې ګليل ته لاړ شى، ما به هلته ووينى.“
دا مريم مګدلينى، يوانه او د يعقوب مور مريم وه او دوئ سره نورې ښځې وې چا چې رسولانو ته دا خبرې وکړې.
خو د عيسىٰ د سولۍ سره نزدې د هغۀ مور او ترور او د کلوپاس ښځه مريم او مريم مګدلينى ولاړې وې.
د اِتوار په ورځ سحر وختى چې لا توره خړه وه مريم مګدلينى قبر له لاړه او وې کتل چې د غار د خولې نه کاڼے لرې کړے شوے وو.