Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 20:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”مريمې.“ هغې هغۀ ته مخ ورواړولو او په آرامى ژبه کښې يې وئيل، ”ربونى.“ چې مطلب يې اُستاذ دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 20:16
26 Iomraidhean Croise  

څۀ موده وروستو خُدائ پاک د اِبراهيم امتحان واخستو، هغۀ ته يې وفرمائيل، ”اِبراهيمه.“ نو اِبراهيم جواب ورکړو، ”زۀ حاضر يم.“


خو ناڅاپه د مالِک خُدائ فرښتې د آسمان نه هغۀ ته وفرمائيل، ”اِبراهيمه، اِبراهيمه.“ هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ حاضر يم.“


او ګورئ، اوس بنيامين او تاسو هم ما وينئ چې زۀ په رښتيا يوسف يم چې ستاسو سره خبرې کوم.


چې کله مالِک خُدائ وليدل چې موسىٰ نزدې راروان وو، هغه د جاړې مينځ نه ورته آواز ورکړو او ورته يې وفرمائيل، ”موسىٰ! موسىٰ!“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”جى زۀ حاضر يم.“


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”زۀ به هم هغه شان وکړم لکه چې تا څنګه وئيلى دى، ځکه چې تا زۀ ښۀ پېژنم او زۀ ستا نه رضا يم.“


نو چې د هغوئ نه لږ وړاندې لاړمه ما خپل جانان پېدا کړونه. هغه مې راټينګ کړونه او تلو ته مې پرې نۀ‎ ښودلونه او ما هغه د خپلې مور کور ته راوستونه هغې کوټې ته په کومه کښې چې زۀ د مور په ګېډه شوې ومه.


زۀ اودۀ ومه خو زما زړۀ بېدار وونه، غوږ شه. زما جانان ور ټکوينه. ”زما د زړۀ دُنيا او محبوبې ور کولاو کړه، زما ګوګوشتکې، زما بې‌عېبه مينې. زما سر په شبنم باندې لوند دېنه، او د شپې پرخې مې وېښتۀ لوندۀ کړى دينه.“


اے بنى اِسرائيلو، هغه مالِک خُدائ چا چې تاسو پېدا کړى يئ هغه فرمائى چې، ”يرېږئ مه، ځکه چې ما تاسو په بيعه اخستى يئ. ما تاسو ته په نوم آواز کړے دے، تاسو زما يئ.


عيسىٰ ورته سمدستى وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږئ. دا زۀ يم چې يره ونۀ کړئ.“


عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ څۀ غواړې چې زۀ يې ستا دپاره وکړم؟“ هغه ړوند سړى جواب ورکړو، ”اُستاذه، زۀ بيا خپل نظر غواړم.“


مالِک په جواب کښې ورته وفرمائيل، ”مرتا، مرتا، تۀ د ډېرو څيزونو په سوچونو کښې ډوبه شوې يې.


عيسىٰ چې په شا وکتل نو وې ليدل چې دوئ هغۀ پسې روان دى نو هغۀ ترې تپوس وکړو چې، ”تاسو څۀ ګورئ؟“ هغوئ ووئيل، ”اُستاذه، تۀ کوم ځائ پاتې کېږې؟“


بيا نتنى‌ايل ووئيل، ”اُستاذه. تۀ د خُدائ پاک زوئ يې او تۀ د بنى اِسرائيلو بادشاه يې.“


څوکيدار هغۀ ته دروازه کولاووى، او ګډې د هغۀ آواز اورى او هغه خپلې ګډې په نوم رابلى او هغوئ په هغۀ پسې روانې وى.


کله چې هغې دا ووئيل، نو هغه واپس لاړه او خپله خور مريم يې راوبلله، او په پټه يې ورته ووئيل، ”اُستاذ دلته دے او هغه تا غواړى.“


تاسو ما ته اُستاذ او مالِک وايئ او دا ټيک وايئ ځکه چې زۀ يم.


توما هغۀ ته ووئيل، ”زما مالِکه او زما خُدايه پاکه.“


هغه عيسىٰ له د شپې راغلو او ورته يې ووئيل چې، ”اُستاذه، مونږ ته معلومه ده چې تۀ هم هغه اُستاذ يې چې خُدائ پاک رالېږلے يې. ځکه چې هيڅوک هم دا معجزې چې ته يې کوې نۀ شى کولے خو کۀ خُدائ پاک ورسره مل نۀ وى.“


په يروشلم کښې د ګډو د دروازې سره نزدې يو تالاب دے چې پينځۀ دالانونه په کښې ولاړ دى چې په آرامى ژبه کښې ورته بيت‌حسدا وائى.


کله چې هغوئ هغه د درياب په بله غاړه وموندو هغوئ عيسىٰ ته ووئيل، ”اُستاذه، تۀ کله دلته راغلې؟“


يوه ورځ هغۀ د ماسپښين درې بجې رويا وليده چې په کښې يې د خُدائ پاک فرښته صفا وليدله چې هغۀ ته راغله او ورته يې ووئيل چې، ”اے کورنيليوسه.“


هغه په زمکه راپرېوتو او يو آواز يې واورېدو چې ورته يې ووئيل، ”ساؤله، ساؤله، تۀ ما ولې زوروې؟“


نو مالِک خُدائ راغلو او هلته ودرېدو او د مخکښې په شان يې ورته آواز وکړو، ”سموئيله، سموئيله.“ سموئيل ورته ووئيل، ”وفرمائى، ستا بنده يې اورى.“


مالِک خُدائ سموئيل ته بيا آواز وکړو، ”سموئيله.“ نو سموئيل پاڅېدو، عيلى له لاړو او ورته يې وفرمائيل، ”تا ما ته آواز وکړو او زۀ راغلم.“ خو عيلى ورته ووئيل، ”زما زويه، ما خو تا ته آواز نۀ دے کړے، بيا لاړ شه او څمله.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan