Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 20:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”اے خورې، تۀ ولې ژاړې؟ تۀ څوک لټوې؟“ هغې دا خيال وکړو چې دا د دې باغ مالى دے، نو ورته يې ووئيل، ”صاحبه، کۀ چرې تا هغه د دې ځائ نه وړے وى نو ما ته ووايه چې هغه دې کوم ځائ ښخ کړے دے، او زۀ به هغه يوسم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 20:15
12 Iomraidhean Croise  

خو بيا ما خپل ځان ته ووئيل، زۀ به پاڅېږمه او ټول ښار به ولټومه، د هغه چا پسې به په چوکونو او سړکونو کښې وګرځېږمه چا سره چې زۀ مينه کومه. نو زۀ ورپسې ښۀ وګرځېدمه خو پېدا مې نۀ کړونه.


ستا جانان چرته لاړونه، په ټولو پېغلو کښې ښائسته جينۍ؟ ستا جانان چرته تلے دېنه؟ چې مونږ تا سره د هغۀ تلاش وکړونه؟


اے د مارانو بچو، ستاسو خبرې څنګه ښې کېدے شى چې په خپله تاسو ښۀ نۀ يئ؟ ځکه چې کومې خبرې چې په خولۀ راځى هغه د زړۀ نه راوځى.


فرښتې بيا ښځو ته وفرمائيل چې، ”مۀ يرېږئ، ما ته پته ده چې تاسو د عيسىٰ ليدو له راغلى يئ څوک چې په سولۍ شوے وو.


خو فرښتې هغوئ ته وفرمائيل، ”مۀ يرېږئ، تاسو د عيسىٰ ناصرى ليدو له راغلى يئ څوک چې په سولۍ کړے شوے وو. هغه بيا پورته کړے شوے دے، هغه دلته نشته. وګورئ، دا هغه ځائ دے چرته چې يې هغه اېښودے وو.


او هغوئ ټوله ورځ په دې خيال سفر وکړو چې ګنې هغه به په قافله کښې چرته وى، خو ماښام يې بيا په خپلو خپلوانو او دوستانو کښې د هغۀ لټون شروع کړو.


هغوئ يرېدلې او خپل سرونه يې زمکې ته ټيټ کړل خو سړو ورته وفرمائيل چې، ”تاسو ژوندى په مړو کښې ولې لټوئ؟


عيسىٰ چې په شا وکتل نو وې ليدل چې دوئ هغۀ پسې روان دى نو هغۀ ترې تپوس وکړو چې، ”تاسو څۀ ګورئ؟“ هغوئ ووئيل، ”اُستاذه، تۀ کوم ځائ پاتې کېږې؟“


عيسىٰ په دې پوهېدو چې څۀ به ورسره کيږى خو بيا هم ور مخکښې شو او هغوئ نه يې تپوس وکړو چې، ”تاسو څوک لټوئ؟“


عيسىٰ بيا هغوئ نه تپوس وکړو، ”دا تاسو څوک لټوئ؟“ او هغوئ جواب ورکړو، ”عيسىٰ ناصرى.“


هغوئ د هغې نه تپوس وکړو چې، ”اے خورې، تۀ ولې ژاړې؟“ هغې جواب ورکړو چې، ”هغوئ زما مالِک چرته اوړے دے او ما ته پته نشته چې هغه يې کوم ځائ ښخ کړے دے.“


ما يوه بې‌کاره ښځه مۀ ګڼه. ما هم داسې دُعا کوله ځکه چې زۀ په سخت غم آخته يم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan