Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 20:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 د دې خبرو نه پس هغې مخ راواړولو او عيسىٰ يې هلته ولاړ وليدو، خو هغې ونۀ پېژندلو چې دا عيسىٰ دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 20:14
10 Iomraidhean Croise  

اګر چې يوسف خپل وروڼه وپېژندل، خو هغوئ هغه ونۀ پېژندو.


ناڅاپى عيسىٰ په لاره پرې پېښ شو او په هغوئ يې سلام واچولو. هغوئ ورغلې او د هغۀ پښې يې ونيولې او سجده يې ورته وکړه.


پس له هغې نه هغه په يو بل شکل په دوو مريدانو راپېښ شو څوک چې بهر پټو ته په لاره روان وُو.


کله چې عيسىٰ د اِتوار په سحر د مړو نه راژوندے شو نو اول مريم مګدلينى ته ښکاره شو د چا نه چې هغۀ اووۀ پيريان لرې کړى وُو.


خو د هغوئ په سترګو پرده اچولے شوې وه د دې دپاره چې هغه ونۀ پېژنى.


بيا د هغوئ سترګې وغړېدلې او هغه يې وپېژندلو خو هغه د هغوئ د نظر نه غېب شو.


خو هغه د هغوئ د مينځ نه ووتو او لاړو.


چې سحر شو نو عيسىٰ د درياب په غاړه ولاړ وو خو مريدانو ته دا پته نۀ وه چې دا عيسىٰ دے.


نو په دې هغوئ د عيسىٰ د ويشتو پسې کاڼى راواخستل خو عيسىٰ خپل ځان په ډډه کړو او د خُدائ د کور نه ووتو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan