6 هلته د کاڼى شپږ چاټۍ خوا په خوا ولاړې وې، دا د يهوديانو د دستور په مطابق د پاکېدو دپاره وې، په هره يوه کښې د شلو نه تر دېرشو ګيلنو پورې ځائ وو.
هغۀ جواب ورکړو، د زيتُونو تېل تقريباً درې زره ليټره. هغۀ ورته ووئيل چې خپل بِل دې واخله او زر کښېنه او څلور سوه يې وليکه.
عيسىٰ خادِمانو ته وفرمائيل چې، ”دا چاټۍ د اوبو نه ډکې کړئ.“ او هغه هغوئ تر خولې خولې کړې.
د يحيىٰ د ځينې مريدانو د يو يهودى سره د پاکېدو د دستور په سر بحث وشو.
چې هغه مقدس او پاک کړى او چې د خُدائ پاک د کلام په وسيله يې ووينځى.
نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو. ځکه چې زمونږ په ګناه ګار ضمير د مسيح وينه نوستلے شوې ده چې مونږ پاک کړى، او زمونږ بدن په پاکو اوبو سره وينځلے شوے دے.
او تاسو ته نور د بپتسمو او لاس کېښودلو او د مړو نه د بيا ژوندى کېدلو او د تل عدالت په حقله د تعليم ورکولو ضرورت نشته.
بلکې د هغوئ تعلق تش د خوراک څښاک او د پاکېدو تر مختلفو رسمونو پورې وو. دا احکامات تر هغې پورې مقرر دى ترڅو چې هغه وخت راشى چې هر څۀ صحيح کړى.
ځکه چې کله موسىٰ ټول اُمت ته د شريعت هر يو حُکم واورولو نو هغۀ د سخو او چېلو وينه د اوبو او سرې وړۍ او د ويلنې سره راواخسته او په خپله يې په هغه کِتاب او په ټول اُمت ونوستله،