3 کله چې مے ختم شُو نو د عيسىٰ مور هغۀ ته ووئيل، ”دوئ سره نور مے نشته.“
تۀ د بنيادم د خوشحالولو دپاره مے پېدا کوې، او تۀ تېل د هغۀ د مخ د تازه والى دپاره پېدا کوې، او تۀ روټۍ پېدا کوې کومه چې انسان ته طاقت ورکوى.
د مېلمستيا روټۍ د خوشحالۍ دپاره وى او مے د زړۀ راحت دپاره وى، او په پېسو هر کار کيږى.
په کوڅو کښې خلق چغې وهى چې مے ختم شوى دى. هره خوشحالى ختمه شوې ده، خوشحالى د زمکې نه ورکه شوې ده.
دا زما وينه ده چې د خُدائ پاک او د انسانانو تر مينځ د لوظ نښه ده چې د ډېرو خلقو د ګناهونو د معافۍ دپاره توئيږى.
نو خوېندو يې عيسىٰ له خبر ورولېږلو چې، ”مالِکه، چا سره چې تۀ مينه کوې هغه بيمار دے.“
او عيسىٰ او د هغۀ مريدان هم وادۀ ته رابللے شوى وُو.
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”مورې، دا زما کار نۀ دے، زما وخت لا نۀ دے راغلے.“
د هيڅ خبرې غم مۀ کوئ بلکې په هره خبره کښې خپل درخواستونه د دُعا او زارۍ په وسيلې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک په حضور کښې پېش کوئ،