Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 2:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 او د بل چا د پوهولو ضرورت ورته نۀ وو ځکه چې هغه د ټولو خلقو د فطرت نه ښۀ خبر وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 2:25
9 Iomraidhean Croise  

نو د هغوئ سوال اوره. د هغوئ دُعا په آسمان کښې په خپل کور کښې اوره، هغوئ معاف کوه او مدد يې کوه. يواځې تۀ د انسان د زړۀ په خيالونو پوهېږې. د هر چا سره هغه سلوک کوه چې څنګه يې حقدار وى،


او هغۀ ته به د مالِک خُدائ په تابعدارۍ کښې خوشحالى ملاويږى. هغه به د خلقو په ظاهر صورت او د اورېدو په خبرو باندې عدالت نۀ کوى،


عيسىٰ په دې پوهه وو چې د دوئ په زړۀ کښې څۀ تير شول نو ورته يې وفرمائيل چې، ”تاسو داسې بد خيالونه ولې کوئ؟


نو هغۀ شمعون عيسىٰ له راوستو. عيسىٰ هغۀ ته وکتل او وې فرمائيل، ”تۀ د يوحنا زوئ شمعون يې، تا ته به کائفس وئيلے کيږى، يعنې پطروس چې معنىٰ يې ګټ دے.“


کله چې عيسىٰ نتنى‌ايل په راتلو وليدلو نو وې فرمائيل، ”دا يو رښتينے بنى اِسرائيلى دے، په دۀ کښې هيڅ ټګى نشته.“


ځکه چې عيسىٰ ته معلومه وه چې څوک به په هغۀ مُخبرى کوى نو په دې وجه هغۀ وفرمائيل چې، تاسو ټول پاک نۀ يئ.


خو عيسىٰ خبر وو چې د هغۀ مريدان په دې حقله غوريږى، نو هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ولې تاسو په دې خفه شوئ؟


خو په تاسو کښې ځينې داسې دى چې ايمان نۀ راوړى.“ ځکه چې عيسىٰ ته د اول نه دا پته وه چې څوک به ايمان نۀ راوړى او څوک به په هغۀ مُخبرى کوى.


او کله چې په هغوئ باندې سخت افتونه او مصيبتونه راشى نو دا سندره به د هغوئ خِلاف ګواه وى، ځکه چې د هغوئ اولاد به دا نۀ هېروى. ما ته د هغوئ د ارادې پته ده چې هغوئ مې لا وعده کړے شوى مُلک ته راوستلى هم نۀ دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan