20 بيا يهوديانو ووئيل، ”دا د خُدائ کور خو په شپږ څلوېښت کاله کښې جوړ شوے دے، او تۀ يې راته په درېو ورځو کښې ودروې؟“
په اتمه يعنې د بول په مياشت کښې، د سليمان د بادشاهۍ په يوولسم کال هغه کور په پوره توګه هم هغه شان جوړ شو، چې څنګه د دې منصوبه جوړه شوې وه. د دې په جوړېدو باندې د سليمان اووۀ کاله لګېدلى وُو.
نو شيسبضر راغلو او د دې بنياد يې کېښودو، د دې جوړېدل د هغه وخت نه واخله تر ننه پورې جارى وُو، خو د خُدائ پاک کور تر اوسه پورې مکمل شوے نۀ دے.
عيسىٰ د خُدائ د کور نه په وتو وو چې مريدان يې ورنزدې شُو او د خُدائ د کور عمارت يې ورته په ګوته کړو.
ځينې خلقو د خُدائ د کور او د هغې د ښکلو کاڼو او په ورکړے شوو نذرانو چې ښائسته کړے شوى وُو، د هغۀ په حقله خبرې کولې. عيسىٰ ورته وفرمائيل چې،
د يحيىٰ ګواهى دا وه، چې کله يهوديانو د يروشلم نه اِمامان او ليويان د دې دپاره ورولېږل چې د هغۀ نه تپوس وکړى چې، ”تۀ څوک يې؟“
او هغه ښخ شو او د کِتاب مقدس په مطابق هغه په درېمه ورځ بيا ژوندے پاڅېدلو.