Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 2:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 بيا يهوديانو عيسىٰ ورټلو او تپوس يې ترې وکړو چې، ”تۀ مونږ ته داسې څۀ معجزه ښودلے شې چې تۀ دا ثابت کړې چې دا اختيار تا سره شته؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 2:18
14 Iomraidhean Croise  

او پېغمبر خبره جارى وساتله، ”دا قربان‌ګاه به ټوټې ټوټې شى او ايرې به يې خوَرې وَرې شى. نو بيا به تا ته پته ولګى چې مالِک خُدائ زما په ذريعه خبرې کړې دى.“


”کله چې فِرعون تاسو ته ووائى چې تاسو يوه معجزه ښکاره کړئ، نو هارون ته ووايه چې خپله امسا راواخلى او د فِرعون په مخکښې يې وغورزوى، نو يو مار به ترې نه جوړ شى.“


عيسىٰ د خُدائ کور ته ننوتو او کله چې يې تعليم ورکولو نو مشر اِمام او د قوم مشران ورله راغلل او دا سوال يې پرې وکړو چې، ”تۀ دا کارونه په کوم اختيار کوې او دا اختيار تا له چا درکړے دے؟“


نو بيا فريسيان بهر راووتل او د عيسىٰ سره يې بحث شروع کړو. د آزمېښت په توګه يې ورنه څۀ آسمانى نښه وغوښته.


کله چې عيسىٰ ته د خلقو ګڼه زياتېدله نو هغۀ داسې وفرمائيل، ”دا يوه ګناهګاره پيړۍ ده. دوئ نښې غواړى خو د يُونس نبى د نښې نه سېوا يوه نښه به هم دوئ له ورنۀ کړے شى.


د يحيىٰ ګواهى دا وه، چې کله يهوديانو د يروشلم نه اِمامان او ليويان د دې دپاره ورولېږل چې د هغۀ نه تپوس وکړى چې، ”تۀ څوک يې؟“


د هغۀ نه يې تپوس وکړو، ”کۀ نۀ تۀ مسيح يې، نۀ الياس يې، نۀ هغه نبى يې، نو تۀ بيا ولې بپتسمه ورکوې؟“


نو هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”نو تۀ مونږ ته کومه معجزه ښکاره کوې چې مونږ يې ووينو او په تا ايمان راوړو؟ تۀ څۀ کار کولے شې؟


هغوئ پطروس او يوحنا د هغوئ وړاندې راوستل او تپوسونه يې ترې وکړل چې، ”تاسو په کوم طاقت يا د چا په نوم دا کار کړے دے؟“


هغۀ ووئيل، ”مونږ تاسو په سختۍ سره منع کړى وئ چې په دې نوم تعليم مۀ ورکوئ. خو تاسو ټول يروشلم په دې تعليم ډک کړو او تاسو دا کوشش کوئ چې د هغه سړى خون زمونږ په غاړه کړئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan