17 د هغۀ مريدانو ته د صحيفو دا پېشګوئې راياده شوه، ”ستا د کور غېرت به ما وسوزوى.“
زما غېرت ما سوزوى ځکه چې زما دشمنانو ستا کلام هېر کړے دے
ستا د کور غېرت دپاره زۀ وسوزېدم، څوک چې تا سپکوى د هغوئ سپکوالے زۀ برداشت کوم.
او عيسىٰ او د هغۀ مريدان هم وادۀ ته رابللے شوى وُو.
د هغۀ د بيا راژوندى کېدو نه پس د هغۀ مريدانو ته راياد شول چې هغۀ څۀ فرمائيلى وُو نو د هغوئ په صحيفو او د عيسىٰ په وينا يقين راغلو.