16 بيا هغۀ د کونترو خرڅوونکو ته وفرمائيل، ”دا څيزونه دلته نه اخوا کړئ زما د پلار د کور نه بازار مۀ جوړَوئ.“
مالِک خُدائ فرمائى چې، ولې په کوم کور چې زما نامه ليکلے شوې ده د دې نه د ډاکوانو د پټېدو ځائ جوړ شوے دے څۀ؟ خبردار. څۀ چې تاسو کوئ زۀ دا هر څۀ ګورم.
عيسىٰ بيا د خُدائ کور ته ورننوتو او هغه ټول خلق چې د خُدائ په کور کښې يې سوداګرى کوله، وشړل او د صرافانو تختې او د کونترو د خرڅوونکو کُرسۍ يې نسکورې کړې،
او ورته يې وفرمائيل چې، ”صحيفې وائى چې زما کور به د دُعا کور بللے شى، خو تاسو ترې د ډاکوانو اډه جوړه کړې ده.“
خو هغوئ يې هيڅ پرواه ونۀ کړه، يو خپل پټى ته لاړو او بل خپلې سوداګرۍ پسې لاړو.
نو بيا يې هغوئ ته تعليم شروع کړو او وې فرمائيل، ”ولې صحيفې دا نۀ وائى چې، زما کور به د ټولو قومونو دپاره د دُعا کور بللے شى؟ خو تاسو ترې د ډاکوانو اډه جوړه کړې ده.“
هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو زۀ ولې لټولم؟ تاسو ته پته نۀ وه چې ما ته د خپل پلار په کور کښې پاتې کېدل په کار وو؟“
زما پلار چې ما ته هغوئ حواله کړى دى هغه د هر څۀ نه زورَور دے او هيڅ څوک دا د پلار د لاس نه نۀ شى شوکولے.
عيسىٰ د پړى کوړه جوړه کړه او د خُدائ د کور نه يې سوداګر، ګډې او غوَيان بهر وشړل. هغۀ د صرافانو تختې نسکورې کړې، او د هغوئ پېسې يې ونوستلې،
عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”ګوره چې ما ته لاس رانۀ وړې ځکه چې زۀ لا خپل پلار ته نۀ يم ورغلے. خو زما وروڼو له لاړه شه او هغوئ ته ووايه چې زۀ خپل پلار له او ستاسو پلار له، خپل خُدائ پاک له او ستاسو خُدائ پاک له پاس ځم.“
نو عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو چې، ”زما پلار لا تر اوسه کار کوى او زۀ هم کار کوم.“
عيسىٰ وفرمائيل چې، ”په ما پيريان نۀ دى ناست. خو زۀ د خپل پلار عزت کوم خو په دې تاسو ما بېعزته کوئ.
او د هغوئ په مينځ کښې مدام بحث پېدا کيږى د چا عقل چې خراب شوے دے، او د حق نه محروم دى او هغوئ ديندارى تش د ګټې ذريعه ګڼى.
او په خپل لالچ کښې به هغوئ د دروغو په قيصو ستاسو نه ناجائزه ګټې واخلى. د هغوئ په خلاف د سزا حکم د ډېر مخکښې نه شوے دے او د هغوئ تباهى رانزدې ده.