15 عيسىٰ د پړى کوړه جوړه کړه او د خُدائ د کور نه يې سوداګر، ګډې او غوَيان بهر وشړل. هغۀ د صرافانو تختې نسکورې کړې، او د هغوئ پېسې يې ونوستلې،
نو هغه فرښتې ما ته وفرمائيل، ”دا زرُبابل ته د مالِک خُدائ کلام دے، نۀ په طاقت او نۀ په قدرت، خو زما په روح باندې، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
عيسىٰ بيا د خُدائ کور ته ورننوتو او هغه ټول خلق چې د خُدائ په کور کښې يې سوداګرى کوله، وشړل او د صرافانو تختې او د کونترو د خرڅوونکو کُرسۍ يې نسکورې کړې،
کله چې عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زۀ هغه يم،“ نو هغوئ وروستو شول او په زمکه پرېوتل.
هلته هغۀ د خُدائ د کور په دربار کښې د غوَيانو، ګډو او د کونترو خرڅوونکى او صرافان په خپلو کُرسو ناست وليدل.
بيا هغۀ د کونترو خرڅوونکو ته وفرمائيل، ”دا څيزونه دلته نه اخوا کړئ زما د پلار د کور نه بازار مۀ جوړَوئ.“
نو سپاهيانو د کِشتۍ پړى پرېکړل او کولاو يې پرېښودله چې ځى.
ځکه چې زمونږ د جنګ وسلې انسانى نۀ دى بلکې زمونږ وسلې د مضبوطو قلاګانو د نړولو دپاره د خُدائ پاک د قُدرت دى. مونږ پرې هر قسمه غلط بحثونه