12 د دې نه پس عيسىٰ د خپلې مور، وروڼو او مريدانو سره کفرنحُوم ښاريې ته ښکته لاړو او هغوئ هلته يو څو ورځې ايسار شول.
او اے کفرنحُومه، ولې تۀ دا ګڼې چې ستا مقام به تر آسمانه پورته کړے شى څۀ؟ نه، تۀ به تاترين ته وغورزولے شې. ځکه چې کومې معجزې چې په تا کښې ښکاره کړے شوې، کۀ په سدوم کښې شوې وے نو سدوم به تر ننه آباد وو.
عيسىٰ لا د خلقو سره په خبرو لګيا وو چې د هغۀ خپله مور او وروڼه بهر ولاړ وُو او غوښتل يې چې د هغۀ سره خبرې وکړى.
ناصرت يې پرېښودو او په کفرنحُوم ښاريې کښې ډېره شو چې د درياب په غاړه دے چې د زبولون او نفتالى په سرحد کښې دے.
دا هغه ترکاڼ نۀ دے، د مريمې زوئ، د يعقوب، د يوسف، د يهوداه او د شمعون ورور نۀ دے څۀ؟ او ولې د دۀ خوېندې دلته مونږ سره نۀ دى؟“ دغه شان هغوئ دے قبول نۀ کړو.
او عيسىٰ او د هغۀ مريدان هم وادۀ ته رابللے شوى وُو.
عيسىٰ يو ځل بيا د ګليل قانا نومې ځائ ته لاړو چرته چې هغۀ اوبۀ په ميو بدلې کړې وې. هلته يو سرکارى آفسر وو چې زوئ يې په کفرنحُوم کښې ناجوړه پروت وو.
په کِشتۍ کښې کښېناستل او د سيند پورې غاړې کفرنحُوم ته روان شول. نو تيارۀ شوې وه او عيسىٰ لا هغوئ سره مِلاو شوے نۀ وو.
ولې مونږ ته دا حق نشته چې ايمانداره ښځه په نِکاح کړُو او ځان سره يې کړو لکه څنګه چې نور رسولان او د مالِک وروڼه او کائفس کوى؟
خو ما د مالِک د ورور يعقوب نه بغېر نورو رسولانو سره ملاقات ونۀ کړو.