10 او هغۀ ته يې ووئيل، ”هر څوک ښۀ مے اول ورکوى او کمزورى تر هغې ساتى ترڅو چې مېلمانۀ پوره ماړۀ شوى نۀ وى، خو تا خو تر اوسه ښۀ مے لا ساتلى دى.“
د يوسف د دسترخوان نه هغوئ له روټۍ ورکولے شوه او د بنيامين د نورو نه يو په پينځۀ زياته مېلمستيا وشوله. نو هغوئ د يوسف سره خوړل څښل وکړل او ښۀ په سُر کښې شول.
تۀ د بنيادم د خوشحالولو دپاره مے پېدا کوې، او تۀ تېل د هغۀ د مخ د تازه والى دپاره پېدا کوې، او تۀ روټۍ پېدا کوې کومه چې انسان ته طاقت ورکوى.
زما دُنيا، زما ناوې، زۀ په خپل باغ کښې داخل شوے يمه. زۀ د مُر چيړ او خوشبوداره مصالحې راټولومه. ما خپل ګبين د شاتو سره وخوړلونه، او زۀ خپل پئ او مے څښمه. اے عاشقانو، وخورئ او وڅښئينه. او د مينې نه مست شئينه.
او بيا د نورو نوکرانو په وهلو لاس پورې کړى او په خوړلو او څښلو آخته وى او په نشه کښې وى،
خو کۀ هغه نوکر د خپل ځان سره داسې ووائى چې بويه چې زما مالِک راځى او بيا د نورو نوکرانو په وهلو لاس پورې کړى او په خوړلو او څښلو آخته وى او په نشه کښې وى،
خو اِبراهيم ورته وفرمائيل چې، هغه وخت ياد کړه زويه. په دُنيا کښې ټول نعمتونه ستا په نصيب وُو او ټولې بدبختۍ د لعزر په نصيب وې. اوس هغه دلته په آرام دے او تۀ په عذاب کښې يې.
دا کسان د شرابو په نشه کښې نۀ دى لکه څنګه چې ستاسو خيال دے ځکه چې اوس خو لا د سحر نهۀ بجې دى.
ځکه چې کله د خوراک وخت راشى نو تاسو هر يو خپل خوراک کوئ، او څوک په کښې نهر او څوک نشه پاتې شى.
په شرابو مستېږئ مه ځکه چې د دې اَنجام عياشى ده، بلکې د دې په ځائ په روحُ القُدس معمور شئ.
ځکه څوک چې اودۀ کيږى هغوئ په شپه کښې اودۀ کيږى، او څوک چې نشه کيږى هغوئ په شپه کښې نشه کيږى.
د دُنيا خلق په هغه شرابو نشه شول کوم چې هغې دوئ ته ورکړى وُو او بيا يې د هغې سره زنا وکړه.“
او ما وليدل چې هغه ښځه د مقدسينو په وينه او د عيسىٰ د شهيدانو په وينه په نشه وه. کله چې ما هغه وليده نو زۀ ډېر حېران شوم.