Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 19:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 کله چې مشرانو اِمامانو او د خُدائ د کور محافظانو هغه وليدو هغوئ چغې کړې، ”دے په سولۍ راځوړند کړئ. دے په سولۍ راځوړند کړئ.“ پيلاطوس هغوئ ته ووئيل چې، ”دے بوځئ او په خپله يې په سولۍ کړئ ځکه چې ما د دۀ خلاف هيڅ جرم ونۀ موندلو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 19:6
15 Iomraidhean Croise  

پطروس ورپسې په څۀ فاصله کښې وروستو روان وو، نو کله چې د مشر اِمام د کور صحن ته ورسېدو، نو نېغ ورغلو او هلته هغه د سپاهيانو سره کښېناستو چې د دې هر څۀ اَنجام ووينى.


پيلاطوس ورته ووئيل چې، ”بيا د عيسىٰ سره څۀ وکړم څوک چې د مسيح په نوم ياديږى؟“ ټولو په يو آواز په چغو ووئيل چې، ”دے په سولۍ راځوړند کړئ.“


پيلاطوس پوهه شو چې زۀ هيڅ نۀ شم کولے او فساد جوړيږى، نو هغۀ اوبۀ راوخستلې، د ټولو خلقو په وړاندې يې خپل لاسونه ووينځل او وې وئيل چې، ”زما لاسونه دې د دې سړى د خُون نه پاک وى، د دۀ د خون ذمه وارى دې ستاسو په غاړه وى.“


نو بيا پيلاطوس مشرانو اِمامانو او حاضرو خلقو ته ووئيل چې، ”زۀ په دې سړى کښې هيڅ جرم نۀ وينم.“


نو يهوداه د فريسيانو او مشرانو اِمامانو له خوا د رومى آفسر وسله بنده دسته او محافظان ډيوې او مشعلونه په لاس هغه ځائ ته راغلل.


پيلاطوس هغوئ ته ووئيل، ”دے بوځئ او د خپل شريعت په مطابق يې فېصله وکړئ.“ يهوديانو جواب ورکړو چې، ”مونږ ته دا اجازت نشته چې څوک مړ کړُو.“


پيلاطوس هغۀ ته ووئيل، ”حقيقت څۀ دے؟“ دې نه پس هغه بيا يهوديانو له بهر ورووتو او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”ما د دۀ خلاف هيڅ جرم پېدا نۀ کړو.


هغوئ چغې سورې جوړې کړې، ”بو يې ځئ، بو يې ځئ. په سولۍ يې کړه.“ پيلاطوس هغوئ نه تپوس وکړو، ”ستاسو بادشاه په سولۍ کړم څۀ؟“ مشرانو اِمامانو جواب ورکړو چې، ”زمونږ خو د قيصر نه بغېر بل بادشاه نشته.“


يو ځل بيا پيلاطوس بهر راوتو او يهوديانو ته يې ووئيل چې، ”وګورئ زۀ هغه تاسو له بهر راولم چې تاسو خبر شئ چې ما د هغۀ خلاف هيڅ جرم ونۀ موندلو.“


دا سړے د خُدائ پاک د خاص منصوبې او د پوهې په مطابق تاسو ته حواله کړے شو او تاسو هغه د بې‌دينه خلقو په وسيله په سولۍ وخېژولو او مړ مو کړو.


داسې يو نبى شته چې ستاسو پلار نيکونو نۀ وى زورَولے؟ هغوئ خو هغه نبيان هم ووژل چا چې د صادق د راتلو پېشګوئې کړې وه. او اوس تاسو د هغۀ مُخبرى وکړه او مړ مو کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan